1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

امنيتي ادارو په غلطيو اقرار کړی دی

د افغانستان په ولسي جرګه کښي پرون ماپښين نژدې ؤ، چه ددفاع وزير، د کورنيو چارو وزير ا و د استخباراتو رييس د اعتماد رايي بايلوي

امرالله صالح د ملي امنيت مشر پارلمان ته خبرې کوی

امرالله صالح د ملي امنيت مشر پارلمان ته خبرې کوی

د ولسي جرګې وياند او اپوزيسيون مشر يونس قانوني اعلام وکۍ ، چه په پارلمان کي د اعتماد د سلبولو د پاره لازمي رايي پلاس رانغلې . پر پوځي پريټ او جمهوررييس کرزی باندي تر حملې دوې ورځي وروسته دوی درې سره د برطرف کيدو څخه خلاص سول ، که څه هم د لږو رايو په تفاوت سره . خو پر دوی باندي انتقادونه ډير شديد وه .

د استخباراتي سازمان د مشر صالح څرګندونو وکيلان د عصبانيت سره مخامخ کړل . ده وويل چه دده کسانو جمهوررييس کرزي او د هغه حکومت ته پر پوځي پريټ باندي ، د يوه مشخص یرغل څخه خبرداری ورکړی ؤ . خو سربيره پر هغه امنيتي قواؤ ونسوای کولای چه پوځي مراسم ددغه يرغل څخه وساتي .

« موږ ته معلومات رارسيدلي ؤ ، چه طالبانو داسي يوه حمله لکه په جنورۍ کښي چه د سيرينا پر هوټل تر سره سوه ، پلان کړې ده ، خو دا به د هاوانونو په وسيله حمله او يو ځان وژونکی بريد وي . موږ يوه ډله چي په هاوانونو مسلح وه، او ځان وژونکي بريد کونکي مو هم ونيول . »

خوحمله کونکو پر دغو ټولو امنيتي تدابيرو سربيره وکولای سول چه يرغل سرته ورسوي . صالح وايي ،چه دوی اوس پوهيږي ، چه حمله کونکي يوه نيمه مياشت مخکي د پوځي پريټ څنګ ته يو اطاق کرايه کړی ؤ، او يوه نيمه ورځ مخکي تر حملې دوی د اطاق څخه نه وه راوتلي .

دی وايي چه دپوځي پريټ پر وخت امنيتي کارکونکي ددغه هوټل کړکيو ته هم متوجه وه ، چه وروسته ځني فيرونه وسول . خو کله چي جمهوررييس کرزی خپل ځای ته راورسيدۍ ، او ګواکي د يرغل څخه ليري ؤ ، امنيتي کارکونکي لیري سول ، او يرغل پيل سو . درې تنه حاضرين ووژل سول چه يو يې وکيل ؤ . پخپله کرزی ، دهغه وزيران او ميلمانه دهغه څخه خلاص سول . اوس پر يوه پوليس باندي شک کيږي ، چه د يرغمل کونکو سره يې مرسته کړيده .

« ددغسو پيښو حل څشي دی ، موږ د افغانستان د خلګو څخه بخښنه غواړو،او دوی په عین حال کښي ترهګرانو ته وايي چه دوی به تر هری حملې وروسته ، درې وزيران د کاره پسي اخلي ، او بله لار داده چي موږ خپلو تحقيقاتو ته دوام ورکوو ، او موږ خپلو ميتودو او امنيتی سيسټم ته تغير ورکوو . »

د بلی خوا د افغانستان د شرق څخه يو وار بيا د يوه سخت بريد خبر رارسيدلي دی . د ننګرهار په خوګياڼيو کي يوه ځان وژونکي د خلګو په منځ کي ځان والوزاوه ، او د ځان سره يې ۱۸ انسانان مړه کړه .

په هلمندکښي بيا په عين حال کښي امريکايي پوځونه د هيرويينو مرکزونو ته ورنژدې سوی دي ، چه هغه ته د ډيرو غټو عملياتو په سترګه کتل کيږي . د امريکا متحده ايالاتو په دې وروستيو وختو کښي ۳۲۰۰ اضافه عسکر خصوصآ د افغانستان جنوب ته ليږلي دي .