1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

امریکا په عراق کي احتمالي بريدونو ته تيار دی

د«عراق او شام اسلامي دولت» نومي وسله والي ډلي له خوا د عراق گواښ ته په کتو سره د امريکا متحده ايالات ژر معاملې کولو ته تيار دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري ويلي دي، چي په عراق کي احتمالي بريدونو ته تيار دي.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو پراساس، جان کېري د دوشنبې په ورځ په بغداد کي وويل چي «داعش ته به هيځای د پټيدلو يو مطمئن ځای تضمين نه سي.» ده اضافه کړه، چي جمهور رئيس بارک اوباما به دشک په صورت کي په عراق کي د يوه نوي حکومت د جوړيدو دمخه هم په نظامي اقداماتولاس پوري کړي.

کېري په عين حال کي په بغداد کي د نوي حکومت د جوړيدلو په اړه د جدي پرمختگ غوښتنه وکړه. هغه ټينگار وکړ، چي «عراق د موجوديت له خطر سره مخامخ دی او د عراق رهبري بايد دغه گواښ ته په جدي او عاجلو اقداماتو سره جواب ووايي.» هم د امريکا متحده ايالاتو او هم اروپايي ټولني د داسي يوه حکومت غوښتنه کړې ده، چي درې سره ولسونه، لکه شعيه گان، سنيان او کردان په هغه کي نمايندگي ولري.

هغه وويل: «دامهمه خبره ده، چي د عراق رهبري داسي يو حکومت جوړ کړي چي په هغه کي ټول ولسونه شامل وي، د امکان تر حده پوري هر څومره ژر چي اساسي قانون ورته اجازه ورکوي. د امريکا متحده ايالاتو ملاتړ به دوامداره وي، که د عراق حکومت لازم اقدامات تر سره او هيواد سره متحد کړي.»

پر صدراعظم نوري المالکي باندي چي له ۲۰۰۶ م کال راهيسي حکومت کوي، تور لگول کيږي چي سنيان او کردان منزوي کوي او په حکومت کي ځاي نه ورکوي. ويل کيږي چي همدغه سياست په عراق کي د اوسني بحران د رامنځ ته کيدلو سبب گرځيدلی دی. خو المالکي خپله استعفا ردوي.

د «السماريه» خبري چينل په حواله، ده له کيري سره د ليدو پر وخت ويلي دي، چي په هيواد کي غښتلی سياسي قدرت بايد راتلونکي حکومت هم جوړ کړي. د المالکي گوند «پر قانون ولاړ دولت –اتحاد» د اپريل مياشتي په پارلماني ټاکنو کي د پارلمان اکثريت چوکي پلاس راوړي وې.

د«عراق او شام اسلامي دولت» نومي ډلي (ISIS) دوې اووني دمخه په عراق کي عمليات پيل او د هيواد اکثريت برخي يې تر خپل کنټرول لاندي راوستلې. د داعش جنگيالي د شمال او لوېديځ له خوا د بغداد خوا ته ور نژدې سوي دي. اوباما تيره اوونۍ اعلان کړی وو، چي د امريکا متحده ايالات د ضرورت په صورت کي د تندلارو پر ضد پوځي عملياتو ته تيار دي.

جمهور رئيس عراق ته تر۳۰۰ پوځي مشاورينو د ليږلو اعلان وکړ، خو په اساس کي يې د مځکنيو قواوو عمليات رد کړل.

له بلي خوا تر اردن وروسته اوس ايران هم له عراق سره خپل سرحدونه تقويه کړي دي. د کورنيو چارو وزير عبدل رضارحماني فضلي په تهران کي ويلي دي، چي دغه تدابير يې ځکه نيولي دي، څو تشدد د سرحد بلي خواته ور وانه وړي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير په دې منځ کي د ايران او سعودي عربستان تر منځ د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده، څو د ده په خبره اوسني بحران ته خاتمه ورکړل سي.

شټاين ماير د «بيلډ» په نامه المانۍ ورځپاڼي ته ويلي دي، چي د «رياض او تهران تر منځ بې له يوه تفاهم څخه به داوسني بحران حل ناممکنه وي». د دواړو هيوادونو تر منځ خبري اتري کيدلاي سي، په عراق کي د وضعي د اراميدو سبب وگرځي.