1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

امریکا: نړیواله ټولنه باید د سوریې د کیمیاوي وسلو په هکله ډاډمنه شي

امريکا متحده ايالات، نړیواله ټولنه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم تر ړنګیدو وروسته د دغه هیواد د کیمیاوي وسلو د امنیت ساتنې مسووله بولي.

د امریکا د دفاع وزير ليون پنيتا په واشنګټن کې خبریالانو ته ‎وویل چي نړیواله ټولنه باید د سوریې د کیمیاوي وسلو د ځیرمو د امنیت په اړه ډاډمنه وي .

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان OPCW د اټکلونو پر اساس سوريه تر ۱۰۰۰ ټنو اضافه کیمیاوي وسلې او مواد لري.