«امریکا له طالبانو سره د زندانیانو تبادلې ته چمتو ده» | آلمان او نړۍ | DW | 08.08.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

«امریکا له طالبانو سره د زندانیانو تبادلې ته چمتو ده»

د رویترز خبري آژانس په پېښو کې د ښکیلو کسانو په حواله لیکي دي چې اوس امریکا له طالبانو سره د بندیانو تبادلې ته چمتو ده. په دې ترڅ کې کیدای شي چې پنځه طالباب بندیان له گوانتانامو څخه قطر ته واستول شي.

برګدال چې اوس ۲۶ کلن دﺉ په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې له خپلې اډې څخه لادرکه شو. ویل کیږي چې هغه د طالبانو له خوا نیول شوی دﺉ او اوس د پاکستان په قبایلي سیمو کې ساتل کیږي. ویل کیږي چې له طالبانو سره د زندانیانو د تبادلې اصلي هدف د هغوی او امریکايي چارواکو تر منځ د سولې د خبرو اترو د بهیر بیا پیلول دي.
د رویترز خبري آژانس د ۲۰۱۱ کال په دسمبر میاشت کې د امریکا د هغې طرح په اړه رپوټونه خپاره کړل چې دې هیواد غوښتل د طالبانو پنځه بندیان له ګوانتانامو څخه قطر ته ولیږدوي.

خو طالبانو بیا د روان کال په مارچ میاشت کې اعلان وکړ چې له امریکا سره ئې د خبرو اترو لړۍ نښلولې ده ځکه چې د هغوی په خبره متحده ایالات قطر ته د طالب بندیانو د استولو په موضوع کې پر خپل موقف نه دي ولاړ.

اوس د اوباما حکومت ته نزدې کسان وایي چې هغه دې ته چمتو دئ چې دغه پنځه واړه بندیان قطر ته واستوي. ویل کیږي چې د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ایالاتو ځانگړي استازي مارک گروسمن، دغه وړاندیز د جون په میاشت کې د قطر چارواکو ته کړی دئ. د طالبانو یو شمیر استازي اوس په قطر کې میشت دي.

لا تر اوسه پورې سپینې ماڼۍ او د برگدال کورنۍ په دې اړه څه نه دي ویلي. د امریکا د ولسمشرۍ تر ټاکنو یوازې څو میاشتې مخکې د دې خبر خپریدل د ولسمشر اوباما له پاره کیدای شي ستونزې رامنځ ته کړي. له طالبانو سره د خبرو اترو پیل لا وختې د امریکا د سنا یو شمیر غړي په غوسه کړي دي.

د طالبانو د ډلې هغه پنځه تنه غړي چې کیدای شي له امریکايي سرتیري سره تبادله شي، د گوانتانامو له ډیرو خطرناکو بندیانو څخه شمیرل کیږي. د هغوی په ډله کې ملا محمد فضل چې د طالبان د واکمنۍ په دوره کې د دې ډلې د دفاع د وزیر مرستیال وو هم شامل دئ.

د امریکا د کانگرس ډیری غړي وایي چې کیدای شي دغه پنځه کسان تر ازادیدو وروسته بیا د امریکا پر ضد جگړه کې ونډه واخلي. د کانگرس د څیړنو له مخې د گوانتانامو له زندان څخه د ازاد شوو ۶۰۰ بندیانو له ډلې څخه شاوخوا ۱۵۰ تنو ئې بیرته ترهگرو عملیاتو کې ونډه اخیستې او یا هم پر هغوی باندې د داسې عملیاتو د تر سره کولو شک کیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم

DW.COM