1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

امریکا د کریمیا په اړه د کرزي له څرگندونو سره مخالفت ښوولی

امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ د افغان ولسمشر حامد کرزي له هغي پریکړي سره چې له روسیې سره یې د کریمیا د یو ځای کیدو ملاتړ کړی، مخالفت ښوولی دی.

افغان ولسمشر حامد کرزی اوس په څرگند ډول له لوېدیځو هیوادونو سره چې په تیره لسیزه کې یې د ده د مشرۍ ملاتړ کړی دی، په مخالفت کې دی. خبري رسنیو د افغان حکومت د بیانیې له مخي خبر ورکړی وو چې د اوونۍ په پای کې افغان ولسمشر له روسیې سره د کریمیا د سیمي د یو ځای کیدو په اړه د تر سره شوي ټولپوښتني ملاتړ کړی وو.

د امریکا متحده ایالاتو په دفاع وزارت یا پېنتاگون کې د بحري قوو مشر جان کیربای، خیریالانو ته ویلي دي چې د افغان ولسمشر له خوا څرگندوني «په ښکاره ډول مرسته کوونکي نه دي.» په راتلونکې میاشت کې د افغان ولسمشر کاري دوره پای ته رسیږي.

کیربي په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «په داسې حال کې چې هغه د خپل نظر د څرگندولو حق لري، موږ دلته په متحده ایالاتو کې په دې نظر یو، چي د ناټو د یوه متحد په توگه د ځان له پاره دا خبره کولای شم چې دا د نوموړي اتحاد [ناټو] نظر دی چې روسيې په بشپړه توگه د نړیوالو تعهداتو او د اوکرایین د ملي حاکمیت څخه سرغړونه کړې ده.»

د اوباما ادارې او نورو پرمختللو صنعتي هیوادونو د دوشنبې په وځ روسیې ته خبرداری ورکړ، چي که چیري ولادیمر پوتین د کریمیا تر نیولو وروسته د اوکرایین د لا بې ثباتۍ له پاره اقدام وکي، نو اقتصادي بندیزونه به ورباندي ولگول شي.

مسکو په رسمي توگه د مارچ میاشتې پر ۲۱ نیټه له روسیې سره د کریمیا يوځای کېدل ومنل. دا کار په کریمیا کې د مسکو پلوي سیمه ییزو چارواکو له خوا له روسیې سره د یو ځای کیدو په اړه د تر سره شوي ریفرانډم یا ټولپوښتنې پنځه ورځي وروسته تر سره شو. کیف او نورو لوېدیځو هیوادونو له روسیې سره د کریمیا له یو ځای کیدو سره مخالفت ښوولی دی او دا کار یې غیر قانوني بللی دی. یوازې د گوتو په شمیر هیوادونو لکه وینزویلا او سوریې د دغه اقدام ملاتړ کړی دی.

افغانستان په ۸۰ لسیزه کې د وخت د شوروي اتحاد ځواکونو له خوا اشغال شوی وو او دا کار د هغه وخت مسکو پلوي افغان حکومت د ملاتړ له پاره شوی وو.

په داسې حال کې چې حامد کرزی د خپل حکومت د خپلواکمنۍ له پاره دفاع کوي، په تیرو کلونو کې په عامه محضر کې د حامد کرزي او متحده ایالاتو او لویدیځو هیوادونو تر منځ ناندرۍ مخ پر زیاتیدو دي. پر دې سربیره د حامد کرزي حکومت د ملکي وگړو د مرگ ژوبلي له کبله له داخلي فشار او همداسي له ۲۰۰۱ کال راهیسې د مرسته ورکوونکو هیوادونو له خوا د پروژو په ترڅ کې د لگول شوو میلیاردونو ډالرو په پروژو کې د فساد له تورونو سره مخامخ دی.

دا چې د ناټو غړي هیوادونه له افغانستان څخه سرتیري باسي، او د طالبانو رژیم د رانسکوریدو وروسته د کرزي په مشرۍ د حکومت جوړیدو څخه څه د پاسه یوه لسیزه تیریږي، خو بیا هم داسې اټکل کیږي چې دغه هیواد به تر ډیره کچه په بهرنیو مرستو پوري تړلی وي.

په داسې حال کې چې امریکا متحده غواړي چې د روان میلادي کال تر پای وروسته، په افغانستان کې خپل یو شمیر سرتیري پریږدي، خو دا خبره لا تر اوسه معلومه نه ده چې افغان حکومت به دغه دوه اړخیز امنیتي تړون چې له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور ته زمينه برابره وي لاسليک کي او که نه.