1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

امریکا خپل اضافي سرتیري وایستل

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، د جمعې په ورځ وویل چې افغانستان ته په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشر اوباما له خوا استول شوي ټول اضافي سرتیري له دې هیواد څخه راایستل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، په نوي زیلاند کې وویل: «متحده ایالاتو له افغانستان څخه ټول هغه اضافي سرتیري راایستلي دي چې ولسمشر اوباما په ۲۰۰۹ کال کې دې هیواد ته استولي ول. موږ د پلان له مخې له افغانستان څخه خپل ۳۳۰۰۰ سرتیري وایستل.»

د امریکا د دفاع وزیر په يوه بیانیه کې وویل چې دغو ‎ځواکونو په افغانستان کې تر ځای پر ځای کېدو وروسته د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې برخه اخیستې او د افغان ځواکونو په روزنه او د هغوی د شمیرې په لوړولو کې ئې د پام وړ مرسته کړې ده.

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «دغو پرمختگونو د ناټو غړو هیوادونو ته دا امکان برابر کړی دئ چې امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري. د امنیت د لیږد د بهیر په ترڅ کې به ډیر ژر د افغانستان د ۷۵ سلني برخې امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته وسپارل شي.»

په بیانیه کې همداراز راغلي دي چې د اوباما له خوا افغانستان ته استول شوو اضافي سرتیرو د القاعدې پر وړاندې جگړه کې ډیرې بریاوې لرلي دي.

اوس په افغانستان کې شاوخوا ۶۸۰۰۰ امریکايي ځواکونه میشت دي. د پلان له مخې به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه د ناټو ټول جنگي ځواکونه ووځي او د دې هیواد امنیتي مسئولیتونه به افغانانو ته وسپاري.

خو یو شمیر کارپورهان په دې اند دي چې افغان ځواکونه به په یوازیتوب د ټول هیواد امنیت ټینگ نه شي کړای او کیدای شي چې افغان دولت تر ۲۰۱۴ کال وروسته له نوو ستونزو سره مخامخ شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض