1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

امریکا او اسرائیل په خپل تاریخ کې تر ټول لوی پوځي تړون لاسلیکوي

امریکا متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې له خپل ستراتیژیک ملګري سره پر یوه لوی پوځي تړون موافقه کړې ده. دا د دواړو هیوادونو تر منځ تر ټولو لوی پوځي تړون دی چې ارزښت یې ۳۸ میلیاردو ډالرو ته رسیږي.

امریکا متحده ایالات او اسرائیل د ۳۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو پر یوې بې سارې بستې هوکړې ته رسیدلي دي. دغه معامله د پردې تر شا تر څو میاشتو خبر اترو وروسته شوې ده.

واشنګټن اوس هم له تل ابیب سره د پوځي مرستو یو تړون لري چې د ۲۰۱۸م کال په پای کې ختمیږي. د دغه تړون له مخې امریکا، اسرائیلو ته هر کال ۳.۱ ملیارده ډالر پوځي مرستې ورکوي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې له اسرائیلو سره وروستي تړون، د دغه هیواد په تاریخ کې په «د دوه اړخیزو پوځي همکاریو تر ټولو لویه موافقتنامه ده».

د اسرائیلو حکومت لا تر اوسه پورې په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.

تمه کیږي چې د دغې معاملې هوکړه لیک به د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې لاسلیک شي خو د داوړو هیوادونو د مشرانو د شخصي اړیکو د ترینګلتیا له امله، ښايي ولسمشر باراک اوباما او لومړی وزیر بن یمین نتنیاهو، د تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې ګډون و نه کړي.

داسې انګیرل کیده چې نتنیاهو د غوره معاملې له پاره د امریکا د نوي ولسمشر د واک ته رسیدو په تمه پاتې شي، خو په پای کې اسرايیل د امریکا لوري ته د ډیرو امتیازات په ورکړې سره، د خپلې تمې خلاف عمل وکړ.

نور مطالب:

د امریکا د نوي ولسمشر له لوري د ممکنه معاملې په هکله د ناڅرګندتیا سربیره، د اسرائیلو پوځي بنسټونو د هغې معاملې په هکله د لا ډیرو معلوماتو غوښتنه کوله چې د راتلونکې له پاره خپل پلانونه منظم کړي.

نوی تړون له دې اړخه هم بې ساری دی چې یوازې د اسرائیلو د توغندیو د دفاعي سیستم له پاره په کې د هر کال له پاره ۵۰۰ میلیونه ډالر ځانګړې شوې دي. دغه لګښت تر دې مخکې د کانګرس د یوې ځانګړې ډلې له لوري تمویل کیده.

اسرائیل لا ډیر څه غوښتل

د دې ستر تړون ترڅنګ، اسرائیل د ۴۵۰ میلیون ډالرو نورو مرستو غوښتنه هم کوله. اسرائیلو همدا راز منلې ده چې د امریکا له مالي مرستو څخه به په دې هیواد کې د جوړو شویو نظامي تجهیزاتو په رانیولو کې په تدریجي ډول کمی راولي.

په دې معامله کې د اسرائیلو له لوري د خپلو نظامي تجهیزاتو د اخیستنې موضوع یو له لانجمنو مسلو څخه وه، خو په پای کې تل ابیب له خپلې دغې غوښتنې تیر شو. په دې ترتیب به نو له دغو مالي مرستو به د امریکايي وسلو په رانیولو کې هم کار واخیستل شي.

د دغه تړون پر اساس اسرائیل نه شي کولای چې له مرسته شویو پیسو څخه د خپل پوځ له پاره تیل واخلي.

یوه امریکایي چارواکي چې له رسنیو سره د تړون په هکله د خبرو اجاز یې نه لره، د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي دي چې اسرائیلو همدا راز منلې ده چې له یوې نوې جګړې سره د نه مخامخیدو په صورت کې به د امریکا له کانګرس څخه د نورو مرستو غوښتنه و نه کړي.

تر ټاکنو مخکې تړون

ولسمشر اوباما د خپل محبوبیت د ډیرولو او له اسرائیلو سره د سړو اړیکو له کبله پر خپل ځان باندې د نیوکو کمولو په موخه ډیر لیواله وو چې نوي ولسمشر ته د واک تر سپارلو مخکې، له اسرائیلو سره دغه پوځي تړون نهایي کړي.

که څه هم د امریکا د ولسمشرۍ له پاره دواړو نوماندانو، دیموکراتې هیلري کلنټن او د جمهوري غوښتونکي ډونلډ ټرمپ د بریالیتوب په صورت کې د اسرائیل د امنیت د خوندي کولو ژمنې کړي، خو د دغه تړون په اساس د امریکا نوی ولسمشر پر دغه نوي تړون نور بحث نه کوي.

د تړون د خبر اوریدو سره سم د فلسطین د ملاتړو ډلو له خوا غبرګونونه را وپاریدل. دوی وايې چې د اسرائیلو حکومت د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د نویو استګونځایونو له جوړولو سره د نړیوالې ټولنې د غوښتنو خلاف عمل کوي او دې هیواد ته باید امتیازات ورنه کړل شي.

DW.COM