1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

امریکایي ځواکونه: زموږ په هوايي برید کې ملکي وګړي وژل شوي

د امریکا د پوځ يوه څېړنه ښيي چې د تیر کال په نوامبر میاشت کې د افغانستان په کندز ولایت کې د دغو ځواکونو یوه هوایي برید چې هدف یې د طالبانو په نخښه کول وو، په حقیقت کې ۳۳ ملکي وګړي وژلي دي.

د پنجشنبې په ورځ په یوه خپره شوې بیانه کې راغلي دي چې د کندز ولایت په بز کلي کې دغه هوایي برید همداراز ۲۷ تنه نور ملکيان ټپیان کړي هم دي.

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې افغان ځواکونو د دغه برید غوښتنه کړې وه چې په ترڅ کې يې پر هغو طالبانو باندي چې له ملیکانو څخه یې د ډال په توګه کار اخیسته دفاعي ډزي کړي دي.

په دغه بیانیه کې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال جان نیکولسن، په حواله راغلي دي: «دا چې [د برید] شرایط هر څه وي، زه د بیګناه کسانو د وژل کیدو له کبله پښینماني ښیم.»

د بیانیې په حواله دغه عملیات د طالبانو د هغو قوماندانو د نیولو په موخه شوي ول چې د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د کندز د نیول کیدو پر مهال یې تاوتریخوالي کړی وو.

د ملکي کسانو د وژل کیدو پر دغي پیښي ملګرو ملتونو او نورو بشري سازمانونو سختي نیوکې کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما مشر تادامیچې یاماموتو، ویلي ول: «د ملکی کسانو وژل کیدل د منلو وړ نه دي او دا په افغانستان کې د سولې او ثبات پر وړاندې هڅې له ستونزو سره مخامخ کوي.»

د امریکایي ځواکونو له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې ملکیان له دې کبله وژل او ټپیان شوي ول چې طالبانو د هغوی له کورونو څخه بريدونه کول. پر دې سربیره ویل شوي دي چې په پیښه کې د طالبانو د وسلو یوه زېرمه هم په نخښه شوې ده چې د رامنځ ته شوې چاودني له کبله ښايي ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.

نور مطالب:

DW.COM