1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

امريکا په سوريه کي پر «IS» يرغل پيل کړ

امريکا متحدو ايالاتو اوس په سوريه کي هم پر «اسلامي دولت» ډلي باندي هوايي بمبار پيل کړ. عربي هيوادونه هم په دغو عملياتو کي د امریکا ملاتړ کوي. دغه جنگ ځپلی هيواد بايد اوس نوي څه وزغمي.

د امريکا متحدو ايالاتو خپل گواښ ترسره کړ. د دوشنبې په ناوخته ماښام ئې په سوريه کي د اسلامي دولت ډلي پرضد هوايي يرغلونه پيل کړل.

د امریکا د دفاع وزارت يا پنتاگون وياند جان کيربي، ويلي دي چي امريکايي ځواک او متحدانو ئې افراطيان بمبار کړي دي. د دغو هوايي عملياتو قومانده د امريکا د ټولو ځواکونو عمومي قوماندان بارک اوباما ورکړې ده.

د «واشنگټن پوست» ورځپاڼي د معلوماتو له مخي په دغه هوايي بمباريو کي له امريکا متحدو ايالاتو سره سعودي عربستان، اردن، عربي متحدو اماراتو او بحرين ونډه لرله. ورځپاڼي د يوه پوځي چارواکي په حواله چي نوم ئې نه دی اخيستل سوی ويلي دي چي يادو ټولو هيوادونو په دغه بمبار کي «پوره ونډه» اخستې ده.

د «CNN» د معلوماتو له مخي په دغو عملیاتو کې قطر هيواد هم ونډه لرله. په دې وروستيو کي د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري، هڅي کولې چي د اسلامي دولت ډلي پرضد عملياتو کي د عربي هيوادونو ملاتړ تر لاسه کړي.

سوريه تر نظر لاندي وه

واشنگټن تر هوايي بمبار دمخه د سوريې چارواکو ته خبر ورکړی وو. په دمشق کي د سوريې د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي واشنگټن په ملگرو ملتونو کي د سوريې سفير ته خبر ورکړی وو.

«نيويارک ټايمز» ورځپاڼي د امريکايي چارواکو په حواله خبر ورکړی دئ چي په سوريه کي د اسلامي دولت ډلي په مرکز «الرقه» ولايت کي د هغوی مېشت ځايونه په نخښه سوي دي.

د دغي سيمي اوسېدونکو د تويتر له لاري د سختو بمباريو او تر ډېره وخته د الوتکو د پروازونو خبر ورکړی دئ. په لندن کي د سوريې د بشري حقونو د څار ټولني هم دغه معلومات تائيد کړي دي. ويل سوي دي چي په دغو بمباريو کي د اسلامي دولت ډلي ډېر جنگيالي وژل سوي او ټپيان سوي دي.

يوه لوړپوړي پوځي چارواکي «CNN» تلويزيون ته ويلي دي چي د يرغل په پيل کي لومړی پر هدفونو باندي له سمندره توغندي وتوغول سول او وروسته بيا الوتکو بمبارد وکړ. داچي څومره بريدونه سوي دي په اړه ئې د امريکا د دفاع وزارت څه ويلي نه دي.

اوباما دوې اونۍ دمخه خپل ملت ته په وينا کي اعلان وکړ چي پر عراق سربيره به د هغه په گاونډي هيواد سوريه کي هم د اسلامي دولت ډلي پرضد هوايي عمليات پيل کړي. امريکا پر عراق باندي په تازه عملياتو کي نزدې ۲۰۰ هوايي يرغلونه کړي دي.