1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

امريکا پاکستان ته 300 ميليونه ډالره ورکوي

که څه هم ځيني امريکايي سناتوران په دي اند دي چي بايد امريکا، د پاکستان سره خپلي پوځي مرستي بندي کړي خو ښايي امريکا دغه هيواد ته د ترهګرو په وړاندي مبارزه له پاره 300 ميليونه ډالره ورکړي

امریکا د پاکستان سره مرسته کوي

امریکا د پاکستان سره مرسته کوي

يو پاکستاني چارواکي نن «پنجشنبه» وويل چي پاکستان کيدای سي د متحده ايالاتو څخه 300 ميليونه ډالره د ترهکرو او په دغه هيواد کي د ياغيانو په وړاندي د جګړې د ترسره کولو له پاره تر لاسه کړي.

دا په داسي حال کي ده چي امريکايي سناتورانو ته د ترهګرۍ په وړاندي جګړه کي د پاکستان په هکله وروسته له هغه پوښتني رامنځ ته شوې چي اسامه بن لادن د پاکستان د پلارمېني په شل کيلو مترۍ کي ووژل شو.

هغه پيسي چي متحده ايالات يي پاکستان ته ورکوي د «متحدينو د حمايت د بوديجي» په نوم ياديږي. متحده ايالات د دغي بوديجې څخه يوازي د هغه هيوادونو سره مرستي کوي چي ، د ترهګرۍ او ياغيانو په وړاندي يې پوځي عمليات په لاره اچولي وي.

يو پاکستاني چارواکي چي د نوم د نه بربنډيدو په شرط يې خبري کولې ويلي چي پاکستان بايد 300 ميليونه ډالره تر لاسه کړي.

متحده ايالاتو تر اوسه پوري د پاکستان سره د 7.4 ميلياردو ډالرو په ارزښت د متحدينو د حمايت د پروګرام له مخه مرستي تر سره کړي دي.

دغه ډول مرستي د پاکستان سره وروسته له هغه پيل سوې چي په 2001 کال کي پاکستان د امريکا سره په افغانستان کي د ترهګرۍ په وړاندي جګړه کي يو ځای سو.

هغه پيسي چي د متحدينو د حمايت د پروګرام په ترځ کي هيوادونو ته ورکول کيږي، په رسمي توګه د امريکا د بهرنيو مرستو په حساب کي شاملي نه دي.

يوازي څو ورځي مخکي ، امريکايي پوځيانو د يو لړ عملياتو په ترڅ کي د القاعدې د شبکې مشر، اسامه بن لادن، د پاکستان د پلازمېني په 20 کيلوميترۍ کي وواژه. په هغه سميي کي چي اسامه د څو کلونو را په دې خوا اوسيده د پاکستان ډير شمير جنرالان اوسيږي. په دغي سيمه کي خو بيا د پاکستان يوه ډيره لويه پوځي اکاډمي هم پرته ده.

تر دغه پيښي وروسته اوس د يو شمير امريکايي سناتورانو سره دا پوښتنه پيداسوې، چي ايا پاکستان په رښتيا غواړي د ترهګرۍ په وړاندي جکړه وکړي او که د امريکا او نوري نړۍ په سترګو کي خاوري اچوي.

ځيني امريکايي سناتوران خو د پاکستان سره د پوځي مرستو د درولو غوښتونکي سوي ، ځکه چي دوی باور لري چي د اسامه څخه د پاکستان په حکومت کي دننه ځيني کسانو ملاتړ کوه او دی يي د نړيوالو او امريکا د سترګو څخه پټ په پاکستان کي د و کي ساتلی و. خو د امريکا حکومت د پاکستان سره د ستراتيژيکو اړيکو د ساتلو غوښتونکی دی.

دا په داسي حال کي ده چي پاکستان ويلي، چي دوی د اسامه بن لادن څخه ساتنه نه کوله او د ده د نيولو له پاره يې ټولي هلي ځلي کړي وي.

امريکايي قانون جوړونکو ډير ځلي ويلي چي هغه مرستي چي امريکا يې د پاکستان سره د متحدينو د حمايت د پروګرام په ترځ کي تر سره کوي، شفافي نه دي.

په 2008 کال کي امريکايي مفتشينو خو دا خبره هم کړې وه چي پاکستان ته د متحده ايالاتو د پوځي مرستو پوره اسناد په لاس کي نه سته.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ عبدالباري حکيم