1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د ماشوم عسکرو په روزنه تورن ايراني شرکتونه تحريم کړي

۱۳۹۷ مهر ۲۵, چهارشنبه

امريکا متحدو ايالاتو يوه ايرانۍ تجارتي شبکه د بندیزونو هدف گرځولې. پر دغي شبکې له سپاه پاسداران ځواکونو سره د تړاو لرونکې يوې مليشه يي ډلې د مالي ملاتړ تور لگول شوې. ويل شوي دي چې د بسيج په نوم دا ډله ماشوم عسکر روزي.

https://p.dw.com/p/36flZ
Symbolfoto: Sanktionen der USA gegen den Iran
انځور: picture-alliance/U. Baumgarten

د امريکا متحدو ايالاتو د ماليې وزارت د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اکتوبر ۱۶) اعلان وکړ چې د ايران پر يوه ستره سوداگریزه شبکه يې چې د ماشوم عسکرو د جذبولو او روزنې شک ورباندې کیږي، بندیزونه لگولي دي.

د مالیې وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې «بنياد تعاون بسيج» سوداگریزي شبکې ښايي د بسيج مقاومت ځواک په نوم ملیشه يي ډلې سره مالي مرستي کړي وي. دغه ډله د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو له پاره کار کوي.

د امريکا د مالیې وزير ستيون منوچن وويل چې دې سترې شبکې د بسيج له خوا د ماشوم عسکر د جذبولو او روزنې له پاره مالي زيربنا برابره کړې ده چې د ايران سپاه پاسداران ځواکونه بیا دغه ماشوم عسکر جگړې ته ليږي.

د ايران ستر تجارتي شرکتونه په نخښه شوي

د بندیزونو په دې تازه پړاو کې په نخښه شويو تجارتي شرکتونو کې اته ستر سيمه ایز بانکونه او پانگه اچونکي شرکتونه شامل دي. په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د امريکا له خوا د ايران د تراکتور جوړولو ستر شرکت چې د منځني ختيځ د تراکتور ستر شرکت دی او د اصفهان مبارک د فولادو شرکت چې د منځني ختیځ او شمالي افريقا د سيمې د فولادو تر ټولو ستر شرکت دی، هم په نخښه شوي دي.

Goldbarren auf Goldmünzen, gold bullion on gold coins
د امريکا په پام کې لري چې د ايران پر مالي سيکتور بندیزونه ولگويانځور: picture-alliance/blickwinkel/McPHOTO/BilderBox

د ايران د جست د کانونو شرکت هم د بندیزونو هدف گرځيدلی دی. دا بندیزونه امريکايي اتباع او شرکتونه له دې شبکو سره د تجارتې راکړي ورکړي منع کوي او په امريکا کې د دې شبکو ټولې شمتنۍ کنگلوي.

پر ایران د سه شنبې د ورځې دا تحريمونه په داسې حال کې اعلانيږي چې ولسمشر دونالد ترمپ راتلونکې مياشت د ایران پر حکومت د بنديزونو د دويم پړاو له پاره چمتووالی نيسي. دغه د دويم پړاو بندیزونه به د ايران د تيلو صادرات او مالي سکتور په نخښه کړي. دا په اگست مياشت کې د بندیزونو د لومړي پړاو له وجې چې په نتيجه کې يې ځيني اروپايي شرکتونه له دغه هیواده ووتل، پر کمزوري شوي اقتصاد يو بل سخت گوزار دی.

د روان کال په سر کې له ايران سره د اټومي تړون تر لغوه کولو وروسته د ترمپ حکومت وويل چې ايران به په منځني ختیځ کې د خپل ناوړه نقش او د وسله والو ډلو د ملاتړ له وجې جزايي کړي.

امريکايي چارواکو په دې ترڅ کې په ایران کې د رژيم د بدلون غوښتنه ونه کړه، بلکې له ايرانه یې وغوشتل چې خپل چلند په بسنټیزه توگه بدل کړي.