1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

امريکا، افغانستان او پاکستان ګډ ستراتيژيک دفتر جوړوي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، پتېيل سوې ده چي افغانستان، پاکستان او امریکا يو ګډ ستراتيژيک دفتر جوړ کړي. د دې دفتر د جوړولو موخه د درو سرو هیوادونو ترمنځ همکاري ښول سوې ده.

دغه دفتر په داسي حساسو شرايطو کي جوړيږي چي نړيوال ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه وزي او د افغانستان امنيت د امريکا او پاکستان ترمنځ په همکاريو پوري تړلی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنوري ۱۹) په کابل کي یوه خبري کنفرانس ته وويل: «که له افغانستان او پاکستان سره د امريکا د ستراتيژيکو همکاريو دفتر د افغانستان او امريکا ترمنځ د همکاريو د پراختيا او ښه کولو په ګټه وي موږ د هغه هرکلی کوو.»

موسی زي وويل د دې دفتر د جوړولو يو هدف دادی چي په ۲۰۱۲ کال کي د افغانستان او امريکا متحده ايالاتونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو لاسليک سوې موافقتنامه وڅاري.

دا په داسي حال کي ده چي د امريکا او افغانستان ترمنځ د امنيتي تړون پرسر جنجال لا پرخپل ځای پاته دی. افغان ولسمشر حامد کرزي د دغه تړون د لاسليکولو له پاره د سولي د عملي خبرو اترو پيلول او د افغانانو پر کورونو باندي د بهرنيو ځواکونو له خوا د عملياتو بندول شرطونه ايښي دي.

په چين کي د اسيا د زړه کنفرانس

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چي په پلان کي ده چي د روان کال په اګست مياشت کي د آسيا د زړه هیوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په ګډون د يوه کنفرانس کوربه توب وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي چي په دغه کنفرانس کي به د آسيا په زړه کي له تروريزم سره د مبارزې او اقتصادي همکاريو په اړه بحثونه وسي.

موسی زي وويل: «د دغه کنفرانس يو مهم بحث به په سيمه کي په ځانګړې توګه په افغانستان کي له تروريزم او افراطيت سره صادقانه مبارزه وي. د دغه کنفرانس يوه ډېره مهمه موضوع به د آسيا په زړه کي له يوه هيواده بل هیواد ته د تروريستانو د تګ راتګ پر مخنيوي باندي بحث کول وي.»

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په دې باور دی چي تروريزم د آسيا د زړه ټول هيوادونو ته تاوان رسوي او بايد په ټولو يوه ګډه حل لاره ورته ولري.

موسی زي وويل چي له تروريزم سره د مبارزې له پاره د آسيا د زړه هیوادونو له خوا ډېر پلانونه تر بحث لاندي نيول سوي دي خو اوس هغه وخت رارسېدلی دی چي دغه پلانونه عملي سي: «موږ بايد تردې وروسته عملي مرحلې ته ورننوځو. موږ باوري يوو چي چين هيواد به چي له افغانانو سره تاريخي دوستي لري د دغه پروسې په پرمختګ کي ډېر مهم رول ولري.»

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، تر هغه وخته پوري چي د تروريزم ريښې په پاکستان کي نه وي ايستل سوي، له تروريزم سره به مبارزه اغېزمنه نه وي.