1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

الکترونیکي کتابونه، د فرانکفورت د نندارتون مهمه موضوع

هر کال په فرانکفورت کې د نړۍ د چاپ شویو کتابونو یو نړیوال نندارتون جوړیږي. په دغه نندارتون کی د نړۍ لیکوالان او ادب پوهان سره ټولیږی. د کتاب د بازار دیجیتال بدلون د سږني نندارتون د بحث مهمه موضوع ده

default

د فرانکفورت د کتابونو د نندارتون مدیر، یورګن بوس، د نندارتون د پرانیستلو په کنفرانس کې وویل چې نړۍ په ۲۰۱۱ کال کې له یوی ستر بدلون سره مخامخ ده. له دغه ستر بدلون څخه د هغه مقصد د کتابونو دیجتیال کول دي. هغه یو بدلون چې د کتاب د لوستلو په دود کې «انقلاب» ګنل کیږی.

بوس زیاته کړه چې د همدې نندارتون له پرانیستلو سره دا کار صورت مومی ځکه چې د هغه په وینا اوس په نړۍ کې چاپي کتابونو د لوستونکو لپاره بسیا نه کوي. نوموړی زیاته کړه:

«د ادبیاتو دیجیتال کول د کتاب لوستلو د دود جوکاټ ماتوی خو په عین وخت کی د لوستونکو لپاره ډیری آسانتیاوی برابروی.»

د فرانفکورت د کتابونو نندارتون ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه لیکوالان، د فلم، موزیک او کامپیوتر کارپوهان او د کتاب خپرولو د مؤسسو استازي راټول شوي او د «کتاب دیجیتال کول» د هغوی د بحثونو توده موضوع ده.

د الکترونیکی کتابونو غیر قانونی ډاون لود

د کتابونو دیجیتال کول د لوستونکو لپاره پراخه دروازه پرانیځي تر څو هر وخت چې وغواړي د خپلې خوښې کتاب ولولي. دا په داسې حال کې ده چې آلمان د کتابونو د سوداګري د اتحادیی رییس، ګوتفرید هونیفیلد، په الکترونیکې توګه د کتابونو د عرضه کولو خطر ته اشاره وکړه.

اوس په آلمان کې ۶۰ سلنه الکترونیکي کتابونه په غیر قانوني توګه «ډاون لوډ» کیږي. که څه هم د الکترونیکي کتابونو د خرڅلاو بازار په اوسني وخت کی سوړ دی، خو د دغه سکتور برخه وال راتلونکي روښانه ګڼي.

هونیفلد د الکترونیکي کتابونو د بازار د سوړ والي لامل انترنیتي غلاوې وبللي او د هغو د مخنوي غوښتنه یې وکړه.

د فرانکفورت د کتابونو په نړیوال نندارتون کې د مختلفو هیوادونو د لیکوالانو کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي. هر کال یو هیواد د دی نندارتون افتخاری میلمه وي. د روان دریشپیتم نندارتون افتخاري میلمه د آیسلند هیواد دی. آیسلند د نړۍ د هغو هیوادونو په ډله کې دی چی ډیر زیات کتاب لوستوکي لري. ویل کیږي چې هر ایسلندي په کال کي اته کتاب رانیسي.

په فرانکفورت کې د خپل نندارتون د پرانیستلو په وخت کې د ایسلند د دولت مشر، اولافور راګنر ګریمسون، په خپل هیواد کی د کتاب لوستلو دود ته په اشاری سره وویل:

«پرته له ادبیاتو ښایی له مونږ څخه هیڅکله یو ولس جوړ شوی نه وای.»

همداراز د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، ګیدو وستر ویله، د آیسلند څخه د نړۍ د یو کوچني، خو په ادبیاتو کی ډیر ستر هیواد په توګه یادونه وکړه.

په راتلونکو څو ورځو کې د نړی څه نا څه زر لیکوالان د دغه نندارتون میلمانه دي چې په هغو کې مشهور لیکوالان او د نوبل د ادبیاتو د جایزې ګټونکي هم شامل دي.

د نندارتون په وروستی ورځ د آلمان د کتابونو د سوداګرۍ د سولی جایزه ورکوله کیږی. سږنی جایزه الجزایری لیکوال، بووالیم سنسال، ته ورکول کیږی.

اژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش

DW.COM