1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

المان ته د مهاجرو بهیر ورو شوی

آلمان دغه کال ۲۰۰ زره مهاجر راجستر کړي چې دا د مهاجرو په میزان کې د پام وړ کموالی ښیي. د « دویچلند ریدیکسیون نیت ورک» په رپوټ کې ویل شوي چې سږکال د مهاجرو هجوم د تیرکال په پرتله ډیر کم شوی دي.

د آلمان هیواد د روان کال له پیل راپدیخوا ۲۰۰ زره مهاجر راجستر کړي چې دا د مهاجرو په میزان کې د پام وړ کموالی ښیي. آلماني رسنۍ « دویچلند ریدیکسیون نیت ورک» په یوه خپور شوي رپوټ کې ویلي دي چې سږکال پر آلمان د مهاجرو هجوم د تیرکال په پرتله ډیر کم شوی دي.

رپوت کې راغلي چې د مهاجرو او کډوالو لپاره د المان فدرالي ادارې(BAMF) لخوا د روان کال په پنځو لمړیو میاشتو کې ټولټال۲۰۰ زره مهاجر ثبت او راجستر شوي دي.

د آلمان حکومت پر وینا د ۲۰۱۵م کال یوازې په اکتوبر میاشت کې ۱۸۱ زره مهاجر آلمان ته داخل شول چې د هغه وخت په پرتله سږنۍ شمیره ډیر رالویدلې ده.

د مهاجرو له کموالي څخه هرکلی

د مهاجر د «پام وړ» ټیټ شمیر څخه د مکلنبورګ-فورپومرن ایالت د کورنیو چارو وزیر لورینز کافییر هرکلی کړی دی.

خو د دې سربیره د (BAMF) اسنادو ته په کتو، د مهاجرو دغه شمیر د تیرکلونو په پرتله بیاهم لوړ دی. د دغو اسنادو له مخې د ۲۰۱۵م کال په لمړیو شپږو میاشتو کې ۱۷۹ زره مهاجرو المان ته د پناه غوښتنې وړاندی کړې دي، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴ کال په ټوله موده کې ۲۰۳ زره غوښتلیکونه وړاندې شوي دي.

نه مسلکي توب لویه ستونزه

د آلمان د کار اداره د ۴۰۰ زرو کار لټونکو مهاجرو وړاندوینه کوي.

که څه هم د تازه راتلونکو مهاجرو په شمیره کې کموالی راغلی دی، د آلمان د کار اداره (BA) خبر داری ورکوي چې لاهم ډیره څه باید تر سره شي ترڅو د کار په بازار کې د څه ناڅه ۴۰۰ مهاجرو لپاره چې وړاندی وینې شوی ده، د کار شرایط برابر شي.

د آلمان د کار ادارې اجرايي هيئت رایموند بیکر د جمعې په ورځ د د ویچلندفونک سره په مرکه کې وویل: « ډیری هغه کسان چې مونږ ته مراجعه کوي لا هم ملاتړ ته اړتیا لري تر څو وشي کړای د مسلکي کسانو په څیر د کار بازار ته امکانات او لاسرسی پیدا کړي».

بیکر زیاته کړه یوازې لس سلنه مهاجر په دې توانیدلي دي چې په لمړي یا دویم کال کې یې ځانونو ته کارونه پیدا کړي وي. هغه په دې برخه کې ژبه او د اسنادو د کمښت د ستونزې د لاملونو په توګه یاد کړل.

مسلکي مهاجر سمدلاسه د پرسونل کمښت نشي پوره کولای

بیکر وايي:« زمونږ د څیړنو له مخې ۸۰ سلنه کسان هغه رسمي تحصیلي اسناد نلري کوم چې آلماني کارکونکي یې کاروي». هغه زیاته کړه که څه هم زیات مهاجر د وړتیاو او مهارتونه خاوندان دي خو د کار اداره لا هم « آلماني سیستم سره دهغو د برابرولو» په برخه کې له ستونزو سره مخ ده.

دغه آلماني چارواکي وویل، تعلیم او د آلماني ژبې کورسونو زیاتیدل به مرسته وکړي چې «اکثره مهاجر په راتلونکي کې مسلکي وي»، خو هغه وايي چې د آلمان د کار په اداره کې د مسلکي کسانو تشه به سمدلاسه ډکه نشي.