1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

المان او اسرائیل له بل هر وخت ډیر سره نزدې دي

د المان ولسمشر یواخیم ګاوک، له اسرائیلو څخه وغوښتل چې له فلسطین سره د خپل سولې پالیسۍ او خپل د ښارگوټو د جوړولو سیاست باندې کره کتنه وکړي. گاوک اسرائیلو ته پخپل سفر کې د دې هیواد او له فلسطیني چارواکو سره ولیدل.

د المان ولسمشر د دوشنبې راهیسې د اسرائیلو او فلسطینې سیمو په سفر بوخت دئ. گاوک په هغې ملمستیا کې چې په ویاړ ئې د اسرائیلو د جمهوري ریاست په ودانۍ کې جوړه شوې وه وویل چې د فلسطین مشران باید خپل د سولې سیاستونو کې د افراطي ډلو پر وړاندې لا ډیره وړتیا ولري.

د المان د ولسمشر په خبره دا ډیره مهمه خبره ده چې دواړه خواوې د یو بل په لور قدمونه پورته کړي. هغه زیاته کړه چې د سولې د بهیر له سره نیول یوازې د شجاعانه اقداماتو له لارې شونی دئ. د المان ولسمشر ټینگار وکړ چې تل پاتې سوله یوازې د اسرائيلو او فلسطین د هیوادونو له جوړیدو سره ممکن ده. فلسطینیان یوازې په هغه صورت کې د سولې خبرې اترې پیلوي چې اسرائیل خپل د ښارگوټو د جوړولو لړۍ ودروي.

د اتومي پروگرام په اړه اندیښنه

گاوک په دې ملمستیا کې په دې خبره ټینگار وکړ چې هغه د اسرائیلو د موجودیت د حق پلوي کوي. هغه وویل چې په خاصه توگه د ایران د اتومي پرواگرام په اړه چې د اسرائیلو له پاره یو واضیح گواښ دئ، اندیښنه لري. د المان ولسمشر زیاته کړه چې هیواد ئې له سوله یزی لارې د ایران د اتومې شخړې د حلیدو پلوي دئ.

کاوگ اسرائیلو ته پخپل سفر کې خبریالانو ته وویل چې د دې هیواد له چارواکو سره د هغه لیدنو ده ته داسې یوه مفکوره ورکړې ده چې اسرائیل په نزدې راتلونکې کې پر ایران باندې برید نه کوي.

د هولوکوست له قربانیانو سره لیدنه

د المان ولسمشر له خپل اسرائیلي سیال سره د لیدنې پر مهال د هولوکوست د یادون په ویاړ له جوړ شوي ځای څخه هم لیدنه وکړه. هغه په دغه ځای کې د گلانو له ایښودو سره له هغو شپږ میلیونو یوهودانو څخه یادون وگړ چې د دویمې نړیوالې جگړې پر مهال د نازي المان له خوا وژل شوي ول. ولسمشر گاوک به همداراز په اسرائیلو کې د دغه هیواد له نورو چارواکو سره هم وویني.

اسرائیلو ته د گاوک سفر به د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسیږي. هغه به په دغه ورځ په فلسطین کې له محمود عباس او لومړي وزیر سلام سره  هم وویني.

«یواخیم ګاوک به اسرائیلو ته پخپل سفر کې د دې هیواد د ولس زړه راخپل کړی.» دا خبره د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو وسترویله، کړې ده.

المانی ولسمشر یواخیم گاوک دپخواني ختیځ المان دئ. دختیځ المان دولت چې له اسرائیلو سره ئې رسمي اړیکې نه درلودې، په هغه وخت کې شوروي پلوه د المان «دیموکراتیک جمهوریت» وو چی ځان ئې په ښکاره یو «فاشستیي ضد دولت» ګاڼه اوڅرګنده کړې وه چې هیڅکله د نازي المان د دولت خلف نه دئ او په دې ډول د یهودیانو پر ضد د هغه د جنایاتو مسئولیت پر غاړه نه لري. خو د المان د فدرالي جمهوریت له پاره له اسرائیلو سره  بې قید و شرطه ملاتړ د هغه د سیاست یو بنسټیز اصل دئ.

پیوستون او دولتي مسئولیت

ان د فدرالي جمهوریت لومړی صدراعظم کونارد ادناور، هڅه وکړه چې په ۱۹۴۸ کال کې له نوي جوړ شوي اسرائیلي دولت سره ښې اړیکې وپالي. په ۱۹۵۳ کال کې هغه د اسراییلو د دولت له مؤسس دیوید بن ګوریون، سره هغه تړون لاسلیک کړ چې د هغه له مخې د المان فدرالي جمهوریت مکلف شو د نازي المان په زمانه کې یهودیانو ته د ځاني او مالي تاوان خساره ورکړي. بیا په ۱۹۶۵ کال کې دواړو اړخونو له یو بل سره دیپلوماتي اړیکې ټینګې کړې. نن المان د یهودي دولت د ډیرو نزدې متحدینو څخه شمیرل کیږي.

د المان صدراعظمې انګلا میرکل، ان د اسرائیلو د امنیت خوندې ساتل د خپل هیواد دولتي مکلفیت ګڼلی دئ. خو د المان اتباع له ډېرپخواڅخه ددغه سیاست اطاعت نه کوي. اسرائیل د المان په عامه ټولنه کې خپل اعتبار له لاسه ورکوي. د شترن نومې مجلې له خوا په لاره اچول شوې یوه نظریاتي احصائیه ښیي چې د پوښتل شوو خلکو په ډله کې په سلو کې ۵۹ اسرائیل یو «قهرجن» هیواد ګڼلی دئ. دا د تیرو لسو کلونو په پرتله په سلو کی لس زیاتوالی دئ. دوه پر دریمه المانیان په دې نظر دي چې اسرائیل پرته له دې چې د نورو ولسونو حقوقو ته پام وکړي خپلې ګټې تعقیبوي. یوازې په سلو کې ۳۶ المانیان وایي چې اسرئیلیان مهربان خلک دي. دا د درو کلونو وړاندي په پرتله په سلو کې کابو لس کموالی ښکاره کوي. په دغې نظریاتي احصائیه کې له پوښتل شوو خلکو څخه په سلو کې ۱۳ ان په دې نظر دي چې ګواکې «اسرائیل د موجودیت حق نه لري.»

ملګرتیا او واټن

په مونشن کې تاریخ پوه میښاییل وولف زون، پخپله څیړنه کې تشخیص کړې ده چې «د المان او اسرائیلو ترمنځ ملګرتیا نه شته». له ۱۹۸۱ کال راهیسي د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ واټن وار په وار زیات شوی دئ. د نوموړي تاریخ پوه په نظر د ۱۹۶۷ کال له شپږ ورځنۍ جګړې څخه وروسته اسرائیل په المان کې له یو ستر او پراخ ښه شهرت او نوم څخه برخه من وو، خو د ۱۹۷۳ کال د یوم - کیپور نومې جګړی څخه وروسته دغه ښه شهرت مخ پر ځوړ روان شو. دغه اړیکې په ۱۹۸۱ کال کې هغه وخت سختې تاواني شوې چې سعودي عربستان ته د المان له خوا د پلان شوو وسلو د استولو پر موضوع د اسرائیلو او د المان د هغه وخت د حکومت د مشرانو مناخیم بیګن، او هلموت شمیت، ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه. تاریخ پوه وولفزون، وایي: «نن د المان په عامه ټولنه کې اسرائیلو ته دداسي دولت په سترګه کتل کیږي چې د چا ډیر نه خوښیږي.»

په خاصه توګه ځوان نسل اسرائیلو ته په سخته انتقادي سترګه گوري. هغوی د هغې تاریخي ملامتیا په وړاندې چی د یهودیانو پر ضد د نازیانو د جنایاتو له امله پر المانانو اچول شوې ده، د اسرائیلو په مقابل کي د ډیر زیات مسئولیت احساس نه کوي.

لیوالتیا او نیوکه

آلمانۍ اسرائیلې تاریخ پوهه تمر امردال، له دغه ډول لیوالتیا سره له خپل ورځني کار څخه پیژند ګلوي لري. هغه د برلین په ازاد نومي پوهنتون کې د اسرائیلو د تاریخ تدریس کوي او ویني چې څه زیات شمیر محصلین له دغې زده کړې سره لیوالتیا لري. له المان غږ راډیو سره په یوه مرکه کې هغې وویل: «له اسرائیلو سره د الماني محصلینو لیوالتیا ډیره زیاته ده. د هغوی له پاره اسرائیل یو حیرانوونکی اوپه خپل ذات کې یوډول مرموز دولت دئ، داسي دولت چې په سختۍ سره د «ماتیدو وړ» دئ. له اسرائیلو سره د محصلیینو مصروفیت د یهودیانو د تعقیب او د هغوی د درد او رنځ له تاریخ سره د مخامخ کیدو معنی لري.»
دغه تاریخ پوهه د یهودانو پر ضد د نازیانو د جنایاتو تاریخ ته په کتو سره «د المان او اسرائیلو تر منځ اړیکی عادي نه ګني.» د هغې په نظر په اوږده موده کې هم ممکن نه ده چې دغه اړیکې دې عادي شي ځکه هغه څه چې «المانیانو د یهودیانو په برخه کې کړي دي ډیر سخت او ویروونکي دي.»

اوبتل او شعر

سره له دې هم له دوهمې نړیوالې جګړې څخه ۷۰ کاله وروسته د المان او اسرائیلو رسمي اړیکې ښې او له ثبات څخه برخه منې دي. له ۲۰۰۸ کال څخه را هیسي  د دواړو هیوادونو د حکومتونو ترمنح د سلا مشورو غونډې په منظمه توگه کله په برلین او کله هم په بیت المقدس کې جوړېږی. د اروپا په اتحادیه کې المان د اسرائیلو د اعتبار وړ او پلوي متحد دئ. په اسرائیلو کې المان ته د وسلو د یو صادرونکي هیواد په توګه هم په ښه سترګه کتل کیږي. همدا څلور اونۍ مخکې اسرائیلو له المان څخه د «دولفین» له ډول څخه څلورم اوبتل تر لاسه کړ. په ټولیزه توګه اسرائیلو المان ته د شپږو اوبتلو چې کیدای شې اټومي وسلې هم ولیږدوي فرمایش ورکړی دئ. هر اوبتل نیم ملیارد ډالره بیه لري او له دې سره دا د اسرائیلو تر ټولو ګرانه وسله ګنله کیږي. د دغو اوبتلو د بیې یوه برخه د المان فدرالی جمهوریت پر غاړه اخلي. د المان حکومت اسرائیلو ته لومړي دوه اوبتلونه وړیا ورکړي ول او د پاتې اوبتلو جوړول ئې په څو سوو زرو ایرو تمویل کړل.
 

اسرائیلو ته د دغو اوبتلو استول د آلمان د مشهور لیکوال او شاعر گونترگراس، د یو انتقادي شعر لامل وګرځید چې په هغه کې د اسرائیلو سیاست تر نیوکو لاندې راغلی وو. گونترگراس په دې شعر کې په منځني ختیځ کې د کړکیچ د لا تندیدو په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړی ده. د اپریل په میاشت کې د نوبل د ادبیاتو د جایزې د ګټونکي شعر د المان  او نړۍ په ورځپاڼو کې چاپ شو. هغه په خپل شعر کې پراسرائیلو باندې له دې وجې چې د ایران پر ضد ئې د برید ګواښ کړی دئ، سخته نیوکه کړې ده. د اسرائیلو حکومت، گونتر گراس د یو «نه بلل شوي» شخص په توګه گڼلی دئ.

د المان ولسشمر یواخیم گاوک له پاره ښایي دا موضوع په اسرائیلو کې د خبرو اترو په اجندا کې شامله کړای شي.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش

DW.COM