1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

المانی بانک لوړ اقتصادي رکود ته اجازه نه ورکوي

د المان د بانکونو رئیس ینس وایدمن، هغه رپوټ رد کړ چې ګواکې المانی بانک نوټونه به په راتلونکې کې د لوړ اقتصادي رکود سره مخامخ سي. واید من له ورځپاڼو سره په مرکو کې پر دې خبره ټینګار وکړ چې د ده بانک به په خپل دریځ کې هیڅ ډول بدلون رانه ولي. د هغه په وینا د دوی وظیفه اوس داده چې د یورو په ساحه کې اوسنې دوه فیصده اقتصادي رکود وساتو او د دې امکان هم موجود دئ چې هغه کله کله ترخپل اوسط یو څه لوړ هم سي.