1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

الماني ځواکونه: په چاردره کي مو ښځي نه دي وژلي

د کندوز ولايت د چاردرې ولسوالۍ امنيه قوماندان ادعا کو چي الماني عسکر یوه افغانه مېرمن وژلې او بله يې ټپي کړې ده.

په کندوز کي الماني ځواکونه

په کندوز کي الماني ځواکونه

هغه وايي چي الماني عسکرو د د چهارشنبې په ورځ يوه افغانه مېرمنه په ډزو ووژله او دوهمه يې ټپي کړله. په کندوز کي د الماني پوځ وياند ويلي دي چي، د دغو تورونو په هکله يې پلټنې پېل کړي دي او دا چي دا تر اوسه ثابته سوې نده چي الماني عسکرو دي ولسي کسان په ډزو وژلي وي.

خو د چار درې د پوليسو مشر غلام محي الدين پر خپله خبره ولاړدی او د تليفون پر کرښه دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته وويل چي، يوه مېرمن د يوې ودانۍ دننه د الماني عسکرو په ډزو وويشتل سوه او دوهمه چي د ودانۍ څخه دباندي وه هم ټپي سوه.

په کندوز کي د الماني پوځ وياند قضيه بل ډول تشريح کوي: هغه وايي چي په سيمه کي د گزمې پر مهال پر الماني پوځ ډزي وسوې چي په ترځ کي الماني عسکرو هم جوابي ډزي وکړې.

چاردره تر ډېره وخته د طالبانو کلا گڼل کېدله. وياند وايي چي تر نښتي وروسته د سيمي څخه يو نيم کلومتره ليري ولسي کسانو د دوی بله گزمه راوگرځوله. دغو ولسي کسانو دوی ته يوه مېرمه وسپارله چي ژوبل سوې وه. خو نوموړی وايي چي د دغې ژوبل سوي مېرمني زخمونه د ډزو له وجي نه وه رامنځ ته سوي.

وياند زياته کړې چي پداسي حال کي چي المانی پوځ همېشه په خپلو گزمو کي گرځنده طبي عمله د ځان سره لري نو د دغې ژوبل سوي افغاني مېرمني سره يوې المانۍ ښځينه ډاکټري لومړۍ طبي مرسته وکړه.

هغه وايي تر لومړنيو مرستو وروسته مېرمن د الماني پوځ په قرارگاه کي موجود روغتون ته انتقال سوه ، چيري چي هغه د خپلو زخمونو د شدت له وجي په حق ورسېده.

المانی پوځ وايي چي، دويمه مېرمنه چي پر پښه يې پرزې لگېدلي وې معمولي ټپي سوې وه پخپله د کندوز روغتون ته راغله چي د هغې درملنه وسوه.

المانی پوځ وايي چي امکان لري چي دغه مېرمن د ډزو په تبادله کښي ټپي سوي وې.

دا پداسي حال کي ده چي تيره ورځ د ملگرو ملتونو په راپور کي د ملکي وگړو د مرگ ژوبلي په اړه اندېښنه ښودل سوې ول.

زابينا/ احمد ولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل