1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

المالکي: تر لومړي وزارت نه تېرېږم

د عراق لومړی وزير نوري المالکي، غواړي چي يو ځل بيا لومړی وزير سي. دا د هغه باوجوده چي پر هغه د عراق د اوسني بحران پړه اچوله کيږي. خو مالکي ويلي دي چي هيڅکله به د لومړي وزارت لپاره له خپل کاندیتوب تیر نه سي.

د عراق دننه او د عراق څخه دباندي هغه غوښتني لا زياتي سوي او په زوره سوي دي چي وایي نوري المالکي دي د عراق په راتلونکي حکومت کي ونډه ونه لري. خو مالکي دغو ټولو غوښتنو ته منفي جواب ورکړی دی او وايي چي دی به هيڅکله له صدراعظمۍ تیر نه سي. په عيني حال کي د عراق د تقسيم پروسه لا چټکه سوې ده.

نوري المالکي د عراق د دولتي تلويزيون سره په مرکه کي وويل چي هيڅکله به د لومړي وزارت لپاره له خپل کاندیتوب څخه لاس وانخلي. هغه دا دليل وړاندی کړی چي په تر سره سوو پارلماني ټاکنو کي يې زياتي رايي وړي وې.

« تره ګرې ډلې اسلام او انسانيت ته ګواښ»

نوموړي يو بل دليل دا وړاندي کړی چي د هغه په وينا عراق د ترهګرو ډلو د جدي ګواښ سره مخامخ دی او دا چي دی نه غواړي په داسي حساس وخت کي د مشرتابه تر چوکۍ تیر سي. المالکي په دې توګه په « عراق او شام کي اسلامی دولت » نومې ډلي چي عربي مخفف یي داعش دی، اشاره کړې ده چي د عراق په شمال او لوېديځ کي يې يو شمیر سيمي تر خپل کنټرول لاندي راوستلي دي.

المالکي زياته کړې چي « ترهګرو ډلو» اسلام او انسانيت ته لوی ګواښ پيدا کړی دی او دی غواړي چي خپل « ملي او اخلاقي» مسؤليت پر ځای کړي. مالکي ویلي چي دی به مخ په وړاندي هم « يو عسکر» پاته سي.

د سُني مذهبو سره تبعيضي چلن

د روان ميلادي کال ۲۰۱۴م په اپريل کي د المالکي دعوه ګوند تر ټولو زیاتي رايي وړي وې. خو تنقيد کوونکي پر المالکي تور لګوي چي د عراق د سُني مذهبو سره په تبعيضي چلن او د هغوی په منزوي کولو سره يې دې ته موقع مساعده کړه، چي د داعش وسله واله ډله پرمختګونه وکړي.

په ايران او د امريکا په متحده ايالتونو کي د المالکي ملاتړکونکو پر هغه فشار راوستلی دی چي په عراق کي يو پراخ بنسټه حکومت رامنځ ته کړي. د هغه څخه دا غوښتنه کيږي چي په دغه پراخ بنسټه حکومت کي په زياته بيا سُني مذهبو او کُردانو ته ونډه ورکړي.

په عراق کي د شعيه مذهبو روحاني مشر علي السيستاني پر لومړي وزير المالکي يو ځل بيا جدي ږغ کړی دی چي په حکومت کي د سُني مذهبو د راګډولو لپاره دي زياتي هلي ځلي وکړي. د عراقي پارلمان غونډه چي استازي يې په اپريل کي ټاکل سوي ول، د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د جولای لومړۍ نېټه) په ګډوډي پای ته ورسیده. د يادي غونډي څخه سُني او کردي استازي په احتجاجي توگه ووتل چي له کبله يې د پارلمان د رئيس د ټاکل کیده لپاره په اړين شمیر کي استازي موجود نه ول.

د عراقي پوځ د پرمختګ ادعاوي

د عراق د اساسي قانون له مخي پارلمان بايد اول خپل رئيس وټاکي او د هغه وروسته ولسمشر. صرف په هغه صورت کي بيا ولسمشر و لومړي وزير ته د حکومت جوړولو دنده سپارلای سي. اُسامه النجفي چي تر اوسه پوري د پارلمان رئیس ؤ، نه غواړي چي يو ځل بيا دغې چوکۍ ته ځان کانديد کړي.

د عراق پوځ د جمعي په ورځ د بغداد په شمال او يه تکريت کي د داعش وسله والې ډلې پر ضد د پوځي پرمختګونو ادعا وکړه. دا په داسي حال کي چي داعش د هيواد په شمال کي په لوړه کچه د خامو تيلو په خرڅولو پيل کړی دی. د هغو خبرونو تائيد نه دی سوی چي د داعش مشر ابوبکر البغدادي په يو هوايي بريد کي ژوبل سوی دی.

داعش يوه سُني مذهبه وسله واله ډله ده چي تر خپل کنټرول لاندي په راوستل سوو عراقي سيمو کي يې اسلامي خلافت اعلان کړی دی او غواړي خلافت د نړۍ ټولو اسلامي سيمو ته وغځوي. يادي ډلې خپل مشر ابوبکر البغدادي د اميرالمومنين په توګه اعلان کړی دی. ياده ډله په دې توانیدلی چي په ډېر لږ وخت کي د عراق يو شمیر سيمي تر خپل کنټرول لاندي راولي.