1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

«افغان کډوال به په جبر د پاکستان پریښودو ته اړ نه شي»

په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت د کډوالو د چارو مسوول مصري خان مومند، له دویچه ویله سره به مرکه کې وویل چې د نوي رامنځ ته شوي تړون له مخې به افغان کډوال په جبر د پاکستان پریښودو ته اړ نه شي.

افغان او پاکستاني چارواکو تر دې مخکې اعلان وکړ چې په پاکستان کې میشت ټولو غیر قانوني میشتو افغان کډوالو ته به د څلورو میاشتو په ترڅ کې اسناد وویشي او هغوی به ثبت کړي. له دې سره به دغه کډوال په جبر د پاکستان پریښودو ته هم اړ نه شي.