افغان کابينې د پاكستاني مهاجرينو سره د مرستي کولو اعلان وکړی | افغانستان | DW | 19.05.2009
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغان کابينې د پاكستاني مهاجرينو سره د مرستي کولو اعلان وکړی

افغان حكومت دكابينې په غونډه كي اعلان وكړی چي دملي سودا ګرو او شتمنوكسانو په ونډه اخستلوسره به دولت دسوات دجنګي ناتار نه د كډوال شووكسانوسره دوه ميليونه ډالرمرسته وكړي...

د سوات د کډوالو يو کمپ

د سوات د کډوالو يو کمپ

دغه راز په پريكړه كي ويل شوي دي چي د مالي د وزارت لخوابه د پاكستان د سوات د كورنيوكډوالو سره د مرستي له پاره په افغانستان كي د مرستي يو صندوق او بانكي حساب هم ډير ژرپرانيزي.

د كابيني په غونډه كي وويل شول چي د پاكستان خلكو د افغاني كډوالوسره په خپل وخت زياتي مرستي كړي دي چي تردې دمه لادوام لري، دهمدغه متقابل درناوي په لړكي ايجابوي چي كابل هم د پاكستاني جګړه ځپلوسره دمرستي لاسونه وروغزوي.

د جمهري رياست دمطبوعاتي د فتر مرستيال حامدعلمي وايي، چي افغان دولت دا كار، ځكه وكړ چي پاكستاني ملت ورسره دكلونوراهيسي خواخوږي اوهمكار پاته شوى دی.

كه څه هم چي افغانستان په اقتصادي لحاظ دومره امكان نلري خوبياهم د مرستي د صندوق په پرانستلو سره به هغوملي سوداګرواومرسته وركونكوته د مرستي لاره پرانستل شي څوك چي غواړي د پاكستاني جنګ ځپلوسره مرسته وكړي.

په ولسي جرګه كي دننګرهار د خلكواستازى هاشم فولاد د افغانستان د وزيرانو د شوراد وروستى اقدام ستاينه وكړه او ويې ويل چي پاكستان زموږګاونډی دی او ټول هغه كسان چى دملكنډ ډويژن په جنګونوكي د خپلوكورونوڅخه بې ځايه شوي او دولت يې داحق دي چي مرستي ته يې ورودانګي.

ښاغلي فولاد وويل چي يو وخت د پاكستان ملت پنځه ميليونه افغان كډوالوته ځاى وركړى ووچي شاوخوايوميليون ئي همدااوس هم په پاكستان كي كډوال دي.

کابل/ جمال کوټوال

کتونکی. زيارمل