1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغان ټلویزیوني شبکو ته ډیجیټال خدمتونه برابر شول

افغان حکومت وايي وړاندې تر دې په کابل کې نورې پرېکونسۍ خلاصې شوې وې او په دې سیسټم سره به هر څومره شبکې فعالیت وکولای شي. اوس هم په افغانستان کې داسې ولایتونه شته چې هلته ټلویزیوني اسانتیاوې نه دي رسېدلې.

په تیره ۱۳ کلنه دوره کې د پرمختګ هغه بېلګه چې سترګې ور اوړي د مخابراتي او مالوماتي ټکنالوژۍ برخه بلل شوې ده. د افغانستان مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت د يکشنبې په ورځ (د اګست ۳۱مه) په کابل کې د ټلویزیوني شبکو لپاره د ډیجیټال خدمتونو د برابرولو په موخه یو کنفرانس جوړ کړی وو چې دغه پروژه پکې رسماً پیل شوه.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرسیتیال کریم خلیلي په دغه مراسمو کې وویل ۱۳ کاله وړاندې په افغانستان کې مخابراتي سیستم په صفر کې شمېرل کېده، او افغانان به د ټلیفوني اړیکې له پاره ګاونډیو هیوادونو ته تلل خو اوس دغه برخه په هیواد کې د سیمې په کچه ساری نه لري.

کريم خليلي زياته کړه:« اوس مهال افغانستان د سیمې په کچه د مخابراتو د پراختیا او پرمختګ په برخه کې د یو پرمختللي هیواد ځای نیولی.»

احتمالي منفي ټکي

افغان رسنیو هم دغه لنډ او تاند عمر په لوړه تجربه بدل کړی خو د ولسمشر دویم مرستیال وايي افغان رسنیو ته بشپړه خپلواکي ورکړل شوې مګر بیا هم تر پرمختګونو منفي ټکي ډېر خپروي.

د رسنیو یو فعال او د نۍ ادارې مشر مجیب خلوتګر وايي افغان رسنیو په قصدي توګه سرغړونې نه دي کړې خو په غیر قصدي توګه ځینې نیمګړتیاوې او سرغړونې تر ستګو کیږي چې لامل یې د رسنیو کمه تجربه بولي.

که څه هم ډیجیټال سیستم د رسنیو په برخه کې یو لوی پرمختګ بلل کيږي خو بعضي خلک داسي نيوکي کوي چي په دې سیستم سره به حکومت وکولی شي د رسنیو خپلواکي په لاس کې واخلي او کوم څه یې چې نه وي خوښ په یوه ثانیه کې یې بندولی شي.

مجيب خلوتګر د ياد ګواښ په هکله وويل: « نو یوه سرګرداني او ګنګوسه دا ده چې افغان حکومت غواړي پر خپرونو او ټلویزیوني خپرونو کنټرول ولري، ځکه که وغواړي په یوه ثانیه کې د یوه بټن په مرسته هغه بندولای شي، خو زه فکر کوم چې ځینې نړیوال اصول هم شته چې افغانستان ورته د ډیجیټال سیسټم په برخه کې غاړه اېښې او منلي یې دي.»

۹۰ فيصده خاوره تر مخابراتي پوښښ لاندي

د انالوګ او ډیجیټال سیسټم تر منځ توپیر دا دی چې په ډیجیټل سیستم سره زیاتې فرېکونیسي را منځته کېدلی شي، د غږ او تصویر کیفیت لوړیږي، د لګښتونو کچه ټیټیږي او په هیواد کې نورو بهرنیو رسینو ته هم د لاسرسي زمینه برابرولی شي.

د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین د مراسمو پر مهال وویل، که څه هم یې ۹۰ سلنه افغان خاوره تر مخابراتي پوښښ لاندې راوستلې ده خو تر څنګ یې بیا مالوماتي برخې هومره پرمختګ نه دی کړی. نوموړي زياته کړه: « مګر شته دې داسې ولایتونه چې په مرکز کې یې یو یا دوه ټلویزیونونه هم نشته او شته دي داسې ولایتونه چې یو ټلویزیون نه لري. ما تیره اونۍ زابل ولایت ته سفر درلود ومې پوښتل چې څو تلویزیونونه شته دي ویل یې هیڅ، او حتا ملي ټلویزیون هم هلته نشته.»

په کابل کې د فریکونسیو د کموالي له کبله نورې برېښنایي رسنۍ نه شوای رامنځته کېدلی او په ځینو سیمو کې به د رسینو دغه څپې یو له بل سره ګډېدې چې د تصویر او غږ کیفیت به یې له منځه وړی وو. خو د ديجيتل کېدو وروسته به ورته ستونزې هوارې شي.

«بې ساری پرمختګ»

امیرزی سنګین په تیره دیارلس کلنه دوره کې د رسینو پرمختګ داسې بیان کړ: « موږ نن په کابل کې ۳۵ ټلویزیوني شبکې لرو، په ولایتونو کې ۵۴ سیمه یز ټلویزیونونه لرو، په کابل کې ۶۲ او په ولایتونو کې ۱۶۰ سیمه یزې راډیوګانې لرو، چې دا ډول پرمختګ په لسو کالو کې په یوه هیواد کې په بشپړه توګه بېساري دی. د نړې په هیڅ کونج کې په دومره کمه موده کې داسې پرمختګ نه دی شوی.»

کارپوهان او حکومت د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ پرمختګ د دغو ټکو پر بنسټ بولي، د افغانستان ۹۰ سلنه سیمه تر مخابراتي پوښښ لاندې راوستل، په ۲۲ ولایتونو کې د (۳ جي) او نوري فایبر انټرنیټي خدمتونه رامنځته کول، یو نیم سل زه کسانو ته د کار زمینه برابرول او د برېښنایي تذکرو رامنځته کول دي.

دغه سیسټم اوس مهال یوازې په کابل کې فعال شو خو په راتلونکو څلورو میاشتو کې به په شپږو لویو ولایتونو او درې کاله ورسته به په ټول هېواد کې فعال شي. د افغانستان په مخابراتي او مالوماتي ټیکنالوژۍ ۲ اشاریه ۲ میلیارده ډالر پانګونه شوې ده چې هر کال دولت ته تر ۲۰۰ میلیونه ډېر عاید برابروي.