1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

افغان نجونې په داووس کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کوي

د افغانستان د نجونو لومړی ارکستر پر ګواښونو سربیره د هنر له لاري د ځان له پاره یو نوي برخلیک ټاکي. دغه ډله اوس په داوس کې د نړۍ په اقتصادي کنګره کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کوي.

زهره د هغو ۱۳ او ۲۰ کلونو تر منځ ۳۵ کسيزه نجونو هنري ډله څخه يوه ده چې د جمعې په ورځ به د نړۍ د اقتصادي کنګرې شاوخوا ۳۰۰۰ لويو سیاستوالو، پانګوالو، اقتصاد پوهانو او فعالانو ته خپل هنر نندارې ته وړاندي کړي.

د ارکستر مشري د نګینې خپلواک په لاس کې ده چې خپله د شل کلنې سالګره یې له افغانستان څخه د اروپا پر لور سفر پر مهال ولمانځله. د هغې په ارکستر کې ډېري نجوني یا خو یتیمانې دي او یا هم له نادارو کورنيو څخه دي. د نجونو دغه هنري ډله تر ډیرو ګواښونو تیریدو وروسته دې ځای ته رسیدلې ده.

نګینې یوه میاشت مخکې په کابل کې له خپل ارکستر سره د داووس غونډي له پاره تمرینات پای ته ورسول. د افغانستان د موسیقي د ملي انستیتیوت مشر ډاکټر احمد سرمست، په ویاړ د نیګینې په اړه وايي: «دا په افغانستان کې د ارکستر لومړۍ مشره ده.»

سرمست په دې ښه پوهیږي چې په افغانستان کې د موسیقي په برخه کې فعالي نجونې له کومو ګواښونو سره مخامخ دي. هغه وایي: «دا کار د افغانو نجونو له پاره سخت دی. ځینې پلرونو خو خپلو لوڼو ته آن ښوونځي ته د تلو اجازه نه ورکوي، د موسیقي ښوونځی خو لا پر خپل ځای پریږده.»

خو نیګینه بیا وایي چې د هغې مور او پلار د موسیقۍ په برخه کې د هغې ملاتړ کوي او د دې له پاره چې دغه ځوانه افغان موسیقي زده کړې د ټولو خپلوانو د سپکو سپورو له منلو سره یې هغه د موسیقي ملي انستیتیوته ته واستوله. هغه وایي: «نیا مې پلار ته وویل: که ته نګینه پریږدي چې د موسیقي ښوونځي ته ولاړه شي، نو ته نور زما زوی نه یې.»

تر دې هر څه وروسته، د نګینې کورنۍ خپل پلارنی ولایت کونړ، پریښود او کابل ته کډه شوه. نګینه وایي چې که څه هم په کابل کې ژوند ګران دی، خو د هغې په خبره دا ژوند تر مړینې بهتر دی. د هغې په خبره، اکا یې ورته ویلي ول: «کله چې مې ولیدې، نو زه به دې مړه کړم. ته زموږ له پاره یو شرم یې.»

نګینه غواړې تر هیواد دباندي یو بورس وموندي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. هغه وایي چې د خپلو زده کړو تر بشپړولو وروسته غواړې افغانستان ته ستنه شي، او بیا هلته د ملي ارکستر مشره شي.

نکینه وايي: «که سړی د مشکلاتو پر وړاندې و نه دریږي، نو هغه به ښه راتلونکې و نه لري. زه غواړم نورو نجونو ته لار هواره کړم.»

په زهره هنري ډله کې شاملي ډېري نجوني اوس د یوه نوي ژوند چانس لري. د هغوی له ډلې څخه ډیر شمیر چې پخوا یې د سړکونو پر غاړه توکې پلورل، اوس وایلن، پیانو او د افغانستان د موسیقي سنتي الې غږوي.