1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغان میرمنې، د کابل د پاکولو په هڅه کې

ویل کیږي چې د کابل ککړه هوا په دې ښار کې د تاوتریخوالي په پرتله د ډیر شمیر کسانو د مړینې لامل ګرځي، خو اوس یو شمیر ښځو د دغه وضعیت د بدلولو له پاره لستوڼې بډوهلي دي.

انځور له ارشیف څخه

انځور له ارشیف څخه

په وروستیو کلونو کې په کابل کې ډیرې نوې ودانۍ جوړې شوې دي چې د دې ښار څیرې ته یې بدلون ورکړی دی. خو اوس هم د دغه ښار چاپیریال ډیر ککړ دی او کابل یې د چاپیریال له لحاظه د نړۍ د ډیرو ککړو پلازمینو په ډله کې شامل کړی دی.

د کابل ښار د چاپیریال د پاکولو په موخه له څو کلونو راهیسې یو شمیر ځوانې نجونې په رضاکارانه ډول خپل سړکونه او کوڅې له کثافاتو پاکوي ترڅو د هغوی په خبره د نورو له پاره بیلګه وګرځي. نرګس هم د دغو نجونو له ډلې څخه یوه ده. هغه وایي: «زموږ کارونه سیمبولیکه بڼه لري. موږ غواړو خپلې هڅې ګړندۍ کړو او د ښار نور اوسیدونکي خپلې ملتيا ته راوهڅوو.»

د کابل ښار د «سمنت خانې» سیمې اوسیدونکې مریم آسمایي هم د خپل کور د شاوخوا سیمو په پاکولو لاس پورې کړی دی. هغه د خپل کار په اړه وایي: «موږ څو تنې ښځې سره راټولې شوې يو او د خپل کور شاوخوا پاکوو. زما ماشومان ښوونځي ته ځي او هره ورځ یې جامي ککړې وي. موږ غواړو چې دې حالت ته بدلون ورکړو.»

له نرګس او ملګرو سره یې یو شمیر هلکان او سړي هم د کوڅو په پاکولو کې مرسته کوي، خو د نرګس په خبره د هغوی په هلو ځلو کې د نجونو ونډه د نارینو په پرتله ډیره ده.

نرګس او یو شمیر نورو افغانو میرمنو په ۲۰۰۵ کال کې د ښار پاکوولو دغه هلې ځلې د «هدیه یا ډالۍ» نر نامه لاندې د افغانستان په هرات ولایت کې پیل کړې. نرګس وایي چې کله کابل ته راغله نو د ښار د پاکوولو دغه هڅې یې جاري وساتلې او ان یې پراخه کړې. اوس نو د هدیې پروژه یوازې کابل ته محدوده نه ده، بلکې د افغانستان ځینو نورو ولایتونو لکه جوزجان او هرات ته هم غځیدلې ده.

د کابل او افغانستان د نورو ښارونو په ککړتیا کې پخپله سیمه ییز اوسیدونکي هم ډیره ونډه لري. د سړک پر غاړه د کثافاتو اچول، کوڅو ته د تشنابونو ایستل، پر سړکونو باندې د میوو د پوستونو پریښودل هغه څه دې چې سړۍ یې په کابل کې هره ورځ په زرهاو وارې لیدلای شي. میرمن نرګس هڅه کوي چې د کابل ښار عام افغانان دې موضوع ته متوجه کړي چې د ښار پاکول یوازې د ښاروالۍ دنده نه ده بلکې په خپله عام وګړي هم ځینې مسوولیتونه لري. هغه وایي: «د بيلګې په توګه موږ د سیمې يو دوکاندار يا یو اوسیدونکی دې کار ته متوجه کوو چې که دی پاکۍ ته پام نه کوي او د خپل دکان تر څنګ پلاستيک اچوي نو زیان يې هم اوسني چاپيريال ته او هم راتلونکې ته رسیږی. دغه پلاستیک د اوږدې مودې له پاره په ځمکه کې پاتې کیږي او محيط ته ستر تاوان رسوي.»

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي بیا ټینګار کوي چې د عام وګړو تر څنګ باید ښاروالۍ هم خپلو مسوولیتونو ته توجه وکړي. د کابل د «قلعه برقي» سیمې اوسیدونکې میرمن صابره پتمن په دې اړه وایي: «ښاروالۍ دې سیمې ته هیڅ پاملرنه نه کوي او يوازي هغو ځایونو ته چې د حکومت چارواکي او شتمن خلک په کې اوسي توجه لري، لکه وزيراکبر خان، شهرنو او نور.»

که څه هم د دغو میرمنو هلې ځلې د کابل ځینو سیمو ته محدودې دي او نه شي کولای د ټول ښار په کچه لوی بدلونونه رامنځ ته کړي، خو بیا هم کیدای شي چې هغوی ډیر شمیر نور افغانان دې ته وهڅوي چې د خپلو سیمو د پاکي له پاره یوازې د حکومت په تمه پاتې نه شي او پخپله هم په یوه اقدام لاس پورې کړي.