1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

افغان مهاجر په جرمني کي د کوچنيانو د جنسي آزار په تور نيول سوی

د جرمني پوليسو ويلي دي چي يو افغان مهاجر ئې د کوچنيانو د جنسي آزار په تور نيولی دئ. پر هغه باندي تور دئ چي په تيرو اونيو کي ئې د دغه هيواد په دوو ښارونو کي پنځو کوچنيانو ته جنسي آزار ورکړی دئ.

د جرمني د پوليسو وياندي يانا کينت، د چهارشنبې په ورځ وويل چي دغه کس اعتراف کړی دئ چي د رواني مياشتي په سر کي ئې په کمنيتس ښار کي دوې نجوني ښکل او لمس کړي دي.

د پوليسو د وياندي په خبره دغه ۲۲ کلن افغان دغه راز په کايزرسلاوترن ښار کي د دوو نجونو او يوه هلک په جنسي آزار تورن دئ.

دغه افغان د دوشنبې په ورځ په کيمنتس ښار کي له هغه وروسته نيول سوی دئ، چي په ټوله اروپا کي ئې د نيولو لارښوونه سوې وه.

د کمينتس او کايزرسلاوترن څارنوالانو ويلي دي چي تر اوسه پوري ئې هيڅ داسي سند نه دی موندلی، څو د دغه کس قانوني اقامت دي په آلمان کي وښيي.

دغه پېښه په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چي په جرمني کي د يو ميليون مهاجرو د څرنگه والي په اړه اندېښنې ډيري سوي دي.

تر دې دمخه هم په جرمني کي د ښځو د جنسي آزار په اړه چي يوه بېلگه ئې د دغه هيواد په کولن ښار کي د نوي کال شپه وه، بحثونه راپورته کړي ول.

تر دغي پيښي وروسته حتي د ځينو ښارونو حوضونو ته د نارينه مهاجرو ورتگ منع سو، چي وروسته بيا بيرته آزاد سو.

د جرمني حکومت اوس په دغه هيواد کي د جنسي کړه وړه د زده کړي له پاره په بېلابېلو ژبو حتی يو ويب سايت پرانيستی دئ.