1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

«افغان مهاجر د قاچاقچیانو د گونگوسو ښکار»

په کابل کې د آلمان سفیر له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې ډيري بیرته ستانه شوي افغان مهاجر وايي چې هغوي له غټو امیدونو سره آلمان ته تللي ؤ، خو هغه څه یې ونه موندل چې قاچاقچیانو ورته یې وعده کړې وه.

په آلمان کې د یو ښه راتلونکی په هیله هر ورځ په سونو افغانان خپل هیواد پریږدي. په افغانستان کې د المان سفارت د ۲۰۱۵م کال د نومبر د میاشتې راهيسي له خپل یوه کمپاین سره غواړي په آلمان کې د ناخوالو شرایطو څخه د هغوی سترگې خلاصي کړي. د آلمان سفیر، مارکووس پوتڅل له دویچه ویله سره په مرکه کې د دغه کمپاین روان وضعیت روښانه کړ.

دویچه ویله: ښاغلی سفیر، تاسو د ۲۰۱۵م کال په نومبر کې «اروپا ته مهاجرت - یووار په دې هکله فکر وکړه!» تر شعار لاندي یو کمپاین پيل کړ. هدف دا وو چې افغانان قانع کړل شی چې د دې پرځای چې هغوی اروپا ته وتښتي، غوره ده په خپل هیواد کې پاته شي. له هغه وخت څخه تر اوسه پوري وضعیت څه ډول دی؟

پوتڅل: په ۲۰۱۵م کال کې کابو ۱۵۴ زره افغانان آلمان ته تللي دي. د وروستیو ارقامو له مخې چې د «کډوالو او مهاجرو له پاره د آلمان فدرالي ادارې» (BAMF) له خوا ماته د ۲۰۱۶ کال د جنوري تر مارچ پوري وړاندی شوي دي، ۳۲ زره افغانان آلمان ته رسیدلي دي. دا آلمان ته د ټولو رسیدلو مهاجرو ۱۹ سلنه برخه جوړوي. که چیري د ټول کال په کچه سړی دا حساب کړي، نو دا د تیرکال په پرتله ډير کم دي او دا د اروپا د اتحادیې او د ترکیې ترمنځ تړون له انفا‌ذ څخه مخکي وو. لڼده دا چې زما په نظر په ۲۱۰۶م کال کې به لږ افغانان آلمان ته لاړ شي.

دویچه ویله: خو د دویچه ویله د خبریال د یو رپوټ له مخې لا تراوسه ډیر افغانان په خاصه توگه په کابل کې خپل دار و نه دار په ډير ناڅيزه بیه لیلام کوي، څو خپل سفر اروپا ته تمویل کړي. دا رپوټ دا پوښتنه رامنځ ته کوي چې آیا ستاسو کمپاین او د افغان حکومت هڅې توانیدلي دي چې په دغه وضعیت کې کوم بدلون راوړي؟

پوتڅل: دا گرانه ده چې سړې اټکل وکړي. موږ د آلمان سفارت او د آلمان حکومت په توگه خپل پوره زیار باسو چې خپله وڼده ولرو. موږ هڅي کوو چې افغانانو ته څرگنده کړو چې په آلمان کې هغوي له څه ډول شرایطو سره مخامخ کیږي. موږ هڅه کوو چې روښانه کړو چې هغوی په گنگوسو ونه غولیږي. په همدې هدف موږ خپل کمپاین پیل کړ. ډيري افغانان چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي او په دی هکله ښکاره خبري کوي وايي چې هغوی له هغه څه چې په آلمان کې ور سره مخامخ شول، نا امیده دي. هغوی له ډيرو زیاتو هیلو سره آلمان تللي ول او وايي چې هغوی د قاچاقچیانو د گنگوسو ښکار وگرځیدل. دا ډيره اغیزه لري چې خپله د افغانستان حکومت افغانانو ته ووايي چې هغوی په خپل هیواد کې پاته شي. دا کار باید افغانان خپله وکړي. مدني ټولنه هم په دې هکله ونډه لري. البته په دې هکله څو کمپاینونه پيل شوي دي. د بیلگې په توگه «افغانستان تا ته اړتیا لري.» یا «زه خپله ونډه ترسره کوم». د مختلفو تلویزوني چینلونو له لارې دغسي کمپاینونه پيل شوي دي، د هغو په جمله کې یو هم د طلوع تلویزیون له لارې. خو «افغانستان تا ته اړتیا لري» دا د ټولنیزو شبکو یو کمپاین دی چې د ځوانانو له خوا د خپلو هم سنو ملگرو له پاره تر سره کیږي، دا نسبت زموږ د کمپاین په پرتله ډير اغیزناک دی. که څه هم دا هم ډيره مهمه ده چې سړي باید روښانه کړي کله چې یو څوک خپل هیواد پریږدي او آلمان ته تلل غواړي، باید پوه شي چې هغه په آلمان کې له کومو شرایطو سره مخامخ کیږي.

دویچه ویله: تاسو د افغان لوري د کمپاین یادونه وکړه. آیا ستاسو او د افغانستان د حکومت ترمنځ په دې برخه کې همکاري شته؟

پوتڅل: هو بلکل! د آلمان سفارت او د افغانستان حکومت ترمنځ په دې هکله ډير نژدې همکاری شته. زه لږ تر لږه په اونۍ کۍ یووار د افغانستان حکومت له استازو سره خبري کوم، چې څرنگه کولای شوو نور هم یو له بل سره ښه همکاري ولرو. تاسي پوهیږئ چې موږ له ۱۵ کلونو راهيسي څومره زیاتي پرمختیايی مرستي په افغانستان کې کړي دي. اوس په کال کې ۴۳۰ ميلیونه يورو ته رسیږي. موږ هڅه کوو چې دغه مرستي هغو برخو ته ځير کړو چې خلک تشویق شي په خپل هیواد کې پاته شي. موږ د کرهڼي په سکتور کې مرستي کوو، څو له افغانانو سره مرسته وشي چې خپل زراعتي محصولات پروسس او په کار واچوي او یوازي له گاونډیو هیوادونو په وارداتو پوري اړ پاتې نه شي. موږ به نور هم په تعلیمي او حرفوي مرکزونو کې پانگي واچوو، څو ځوان افغانان په مسلکي او ښه توگه وروزل شي او د کارموندني چانسونه یې زیات شي، نه یوازي په افغانستان کې، بلکي په خلیج هیوادونو کې هم.

دویچه ویله: په برلین کې د افغانستان سفارت د معلوماتو له مخې له تیر کال راهيسي کابو ۲۸۰۰ افغانان په خپله خوښه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي. په کابل کې د آلمان سفارت د دغو کسانو له پاره د بیرته ادغام په موخه څه مرستي وړاندي کړي دي؟

پوتڅل: دا د آلمان سفارت دنده نه ده چې په افغانستان کې د بیا ادغام له پاره مرستي وړاندي کړي. له دې پرته، باور نه لرم چې دغه شمیره صحیح وي. د ملگرو ملتو سازمان د معلوماتو له مخې چې زما مخ ته پروت دی، یوازي په روان میلادي کال کې له جنوري تر مارچ ميشاتي پوري ۴۱۳ افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي. ښايي ډيرو نورو خپل چمتوالي څرگند کړی وي، دوی باید په لومړي سر کې که چیري سفري اسناد ونه لري، په برلین کې د افغانستان سفارت او یا په آلمان کې د افغانستان په قونسلگریو کې د پاسپورتونو له پاره غوښتني وړاندي کړي. په دې اړه مرسته شته او دا یو عادي جریان دی. معنی دا چې آلماني چارواکي د کډوالو له نړیوال سازمان (IOM) سره همکاري کوي چې څرنگه هغوی کولای شي بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. ستانه شوي خلک هر یو پخپل وار سره د مرستي یوه بسته تر لاسه کوي. او موږ د افغانستان له حکومت سره په گډه کار کوو، څو په عمومي توگه ښه شرایط چمتو کړو او هغه خلک چې بیرته ستنیږي، هغوی په پرانیستي غیږ ومنل شي او هغه خلک چې د هیواد د پریښودو فکر کوي، هیڅکله دا کار ونه کړي.

دویچه ویله: کله چې له آلمان څخه په انفرادي توگه بیرته ستانه شوي مهاجر د کومی مشخصی مرستی څخه برخه من نه شي، نو ستاسو د کمپاین هدف په څه معنی دی؟

پوتڅل: د دې کمپاین هدف کاملاً روښانه وو. خلک قانع کړل شي چې په افغانستان کې پاته شي. اوس موږ گورو، او دا د افغانستان د حکومت له پاره هم هسی آسانه نه دی چې خلک په ډله ایزه توگه ترې تښتي. دا البته د بې اعتمادي ثبوت دی، خو د تعلیم یافته خلکو تیښته هم. دا هیواد ځوانانو او تعلیم یافته کسانو ته د بیارغوني له پاره اړتیا لري، دا ښه نه ده چې هغوی تری وتښي. په همدی وجه موږ دغه کمپاین پيل کړی دی چې هغوی په افغانستان کې پاته شي.

دویچه ویله: په کابل او د دې هیواد په نورو برخو کې وروستیو پیښو او دغه راز د سولي د خبرو اترو ناکامي په اوسني وخت کې د روان کړکېچ د یو سولیز حل له پاره ډير زیاته هیله نه ورکوي. خلک ناهیلي شوي دي. فکر کوئ چې دغه ناهیلي توب به نور هم ډیر افغانان له خپل هیواد څخه هجرت ته وهڅوي؟ څه باید وشي چې دغه وضعیت ته بدلون ورکړل شي؟

پوتڅل: دا پوښتنه په لومړي سر کې غوره ده چې د افغانستان له حکومت څخه وشي. موږ التبه له افغان حکومت سره له نژدې کار کوو. حکومت هم ځيني کارونه کوي چې شرایط ښه کړي. خو یو توپیر باید وشي، هغه دا چې: یوې خواته د سولې خبري اتري دي او بلې خوا ته د حکومت کار دی چې د خلکو اکثریت برخه ترې راضي نه ده. زما په نظر د سولي خبري اتري ناکامه شوي نه دي، هغه حتی لا پیل شوي نه دي. مخکي له مخکې خبري چې په څلور اړخیز شکل سره پيل شوي دي، اعجالتا درول شوي دي. دا د دې معنې نه ده چې هغه پای ته رسیدلي دي. زه ډير بدبینه نه یم. ښايي همدا سږ کال خبري اتري دایري شي. ولی نه! البته شاتگونه شته، لکه دوې اونۍ مخکي په کابل کې د وروستي تباه کوونکي بمي برید له امله رامنځ ته شول. دا د ۲۰۰۱م کال راهيسي تر ټولو سخت برید وو. د طالبانو د پسرلني حملو له پیل څخه له بده مرغه سړی باید د داسي شاتگونو اټکل وکړي. خو سړی باید ورته وراخطا نه شي. سړی باید حوصله ولري او ولسمشر د خپل هیواد پارلمان دواړو خونو ته په خپله وینا کې یوه غوره سیاستواله لهجه استعمال کړه او د انتقاد او تروریزم د غندلو ترمنځ یې يو ښه انډول وکړ، په عین وخت کې یې د سولې د خبرو اترو له پاره دروازه پرانیستي يپریښودله. د ناامیديو په اړه باید وویل شي چې د افغانستان حکومت له خوا هڅي رواني دي چې مقابله یې وکړي. موږ د نړیوالې ټولني په توگه، د آلمان دولت په توگه له دې وروسته هم د افغانستان ترڅنگ ولاړ یوو. موږ د اپریل مياشتي په پیل کې د افغانستان له حکومت سره حکومتی خبري اتري درلودې. په دې خبرو کې افغانستان ته د مرستو د دوام خبره یاده شوه چې موږ هغه تر زیاتې کچي مشروط کړي دي. معنی دا چې: هغه مو یو لړ شرایطو پوري تړلي دي. افغان حکومت باید د اصلاحات په برخه کې خپلي ژمني په اثبات ورسوي. یعنی: د اختلاس او اداري فساد مخه ونیسي او دغه راز د تقنیني اقداماتو له ليري اقتصاد ته وده ورکړي. په دې برخه کې زیاتو بدلونونو ته اړتیا لیدله کیږي. خو سړی باید يوڅه هیر نه کړي، هغه دا چې: دغه حکومت نه شي کولای چې هغه څه ته په یو نیم کال کې بدلون ورکړي چې په تیرو ۱۳یا ۱۴کلونو کې د پخواینو حکومتونو د نیمگړتیاوو په نتیجه کې رامنځ ته شوي دي. موږ سږکال د اوکتوبر مياشتي په پیل کې په بروکسل کې د مرسته کوونکو هیوادونو کنفرانس په مخکې لرو. په دغه کنفرانس کې به نړیواله ټولنه د راتلونکو درو یا څلورو کلونو له پاره خپلي ژمني یووار بیا نوي کړي. البته په دې کنفرانس کې به افغان حکومت هم حساب ورکولو ته کښینول شي: هغه څه کړي دي؟ کوم اصلاحات یې رامنځ ته کړي؟ د بیلگې په توگه د ټاکنو د حق د اصلاحاتو په برخه کې. دې پوښتنې ته به ځواب ورکړل شي چې د کومو شرایطو له مخې موږ کولای شوو له افغانستان سره مرسته وکړو؟ هغه بله برخه چې موږ د افغانستان له حکومت سره په گډه کارکوو، هغه د قاچاق او جنايي جرایمو ضد مبارزه ده. په دې برخه کې زموږ فدرالي پولیس او ایالتي پولیس فعال دي. موږ دلته د آلمان د پولیسو پروژه چې مخفف یې GTTP دی لرو. دا هم باید له یاده ونه ایستل شي چې موږ په افغانستان کې لا تراوسه پوځي حضور لرو، څو افغان وسلوال پوځ او پولیس ورزو او مشوره ورکړو. دا له رواني لحاظه یو مهم فکتور دی چې افغانان ډاډ پیدا کړي چې نړیواله ټولنه، په خاصه توگه آلمان دلته حضور لري. دا باید افغانانو ته ډاډ ورکړي چې نړیواله ټولنه چې دلته پاتيږي، دوی هم باید په خپل هیواد کې پاته شي: هغوی غواړي زموږ سره مرسته وکړي، نو راځې چې موږ هم مرسته وکړو.

مارکوس پوتڅل له ۲۰۱۴م کال راهيسي په افغانستان کې د آلمان سفیر دی.