1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

افغان مهاجري خويندي د المپیک مډال ګټلو هيلي لري

د بایسکل ځغلولو ټيم دوې افغان مهاجري خويندي په فرانسه کې د «کوچنيو افغان ملکو» په نوم پيژندل شوي دي. که څه هم د دوی د پناه غوښتني منل شوي نه دي، خو د المپيک لوبو د مډال ګټلو هيلې لري.

۱۹ کلنه زهرا او ۲۰ کلنه معصومه د فرانسې په کوچني ښار البي کې د «افغان کوچنيو ملکو» په نوم پيژندل شوي دي. دوي د افغانستان د بایسکل ځغلوني ټيم پخوانۍ غړي او اوس مهاجري دي. دغه دوې خويندې وايي چې د بريدونو، ګواښونو او په ورځني ژوند کې د بدچلند له وجې او همدارنګه له بایسکل ځغلوني سره د علاقې لرلو په دليل چې له پلاره ورته پاته ده، دې ته اړي شولې چې خپل هيواد پريږدي.

دغه دوې ځوانې خويندي دوې مياشتې مخکې له خپل مور او پلار او درو وروڼو سره د «تور دې فرانس» په کور کې د مهاجرو په توګه ميشتې شوې. «تور دي فرانس» په فرانسه کې تر ټولو وتلي بایسکل ځغلونه ده چې په ۱۹۰۳ ميلادي کال کې رامنځ ته شوه. معصومې له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وويل: «په افغانستان کې نارينه مناسب نه ګڼي چې ښځې دې بايسکل وچلوي. دغه راز طالبانو هم زموږ دغه فعاليت ممنوع کړی وو».

دغه خويندې او د ټيم ملګرې يې زړه وري وې، ځکه دوی په داسې يوه ټولنه کې خپل ورزش کاوه چې هلته ښځې ډیر لږ دا جرات کولای شي چې په عام محضر کې بایسکل وچلوي.

ستونزي

په داسې ټولنه کې دا شان نجونو او ښځو ته ډیري ستونزي پرتې وي، د بايسکل ځغلونې پر وخت پر هغوی د تيږو او روميانو ګوزارونه، اجباري ودونو ته يې مجبورول او په ټولنيزو رسنيو کې يې توهينول د دغو ستونزو بيلګې دي.

معصومې زياته کړه: «زه به هيڅکله له بايسکل ځغلولو څخه لاس وانه خلم، بلکي زه غواړم چې نوري نجونې هم دغه ورزش ته وهڅوم، څو په افغانستان کې د ښځو له خوا بایسکل ګرځول يوه عادي خبره شي».

دغو دوو خويندو د تيکواندو، واليبال او باسکټبال ورزشونه هم آزمايلي دي خو په پایله کې يې د بایسکل ځغلونې ورزش انتخاب کړ.

د آزادۍ احساس

معصومه وايي: «پر بایسکل سوريدل انسان ته د آزادۍ يو ډول احساس وربخښي. دا چې موږ ښځې يوو، هيڅوک راته نه وايي چې کوم کار کولای او کوم کار نه شو کولای. تاسو خپل ځان د ېوه مرغه په څير احساسوئ».

د زهرا او معصومې پلار هيڅکله داسې فکر نه دی کړی چې لوڼي يې له بایسکل ځغلولو څخه منع او یا ورباندي فشار راوړي. هغه وویل: «دا چې ښځې او نارينه مساوي حقوق لري حتي غواړم يوه ډيره ښه بيلګه د نورو والدينو له پاره سم».

د عليزاده کورنۍ د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ايران کې ژوند کاوه خو هلته يې ۲۰ ځله د پناه غوښتنه رد شوې وه. د دغو دوو خويندو له پاره تر ټولو نادر او لوي چانس هغه وو چې تیرکال وتوانيدې د فرانسې تولوز ښار ته نژدې په البي کوچني ښار کې په يوه نړيواله سيالي کې ګډون وکړي.

د خلکو ملاتړ

«آرتي» تلويزيون چې د آلمان او فرانسې په همکارۍ خپرونې لرې د دغو دوو افغان خويندو په اړه يو مستند راپور خپور کړ. د دغه راپور تر خپريدو او ټولني ته د عليزاده خويندو تر پيژندو وروسته، د سيمې اوسيدونکو هغوی ته په يوه تفريحي کلي کې د اوسيدو ځاي ورکړ او د اعانې په ټولو يې دغې کورنۍ ته يو بنسټ جوړ کړ. د بنسټ په جوړيدو کلي کې د خلکو پيوستون هم پراخ شو.

شپږ تنه تقاعد شوي ښوونکي ژمن شول چې دغې کورنۍ ته به د فرانسوي ژبې د زده کړې صنفونه جوړوي. ګاونډيو هم د سوغاتونو او د کوټو په طاقونو کې د ګلانو په ايښودو سره د دغې افغاني کورنۍ هرکلی وکړ. د کلي يوه اوسيدونکي وويل: «دا زموږ له پاره يو لوی مسئوليت دی. زموږ موخه دا ده چې دوی له زده کړې او بايسکل ځغلونې سره سره په پوهنتون کې شامل کړل شي. همدا ډول غواړو چې مور او پلار يې په ټولنه کې ادغام شي».

وړتيا او استعداد

د دغې کورنۍ د ټولو غړو د پناه غوښتنه په جون مياشت کې اړوندو ادارو ته وړاندې کړل شوې. د انجنيرۍ څانګې يو پروفيسور د «کوچنيو ملکو» د استعداونو او ځواک په اړه مني چې «دی تيرکال د دغو نجونو وړتياو سخت حیران کړی دی». دغه پروفيسور غواړي چې دغه افغاني خويندي په يوه ورزشي کلب کې شاملې کړي، څو هلته په ورځ کې «دوه تر درې ساعته» پورې خپل تمرينات وکړي.

د دغې سيمې د ښاري شورا رئيس هم په دې اړه وویل: «نن هيڅوک دا نه شي ويلي چې د دغو دوو نجونو وړتياوې به تر يوه کال تمرين وروسته په کوم حد کې وي. هغوی په افغانستان کې يوازي په اوونۍ کې يو ځل کولای شول چې تر کور دباندي تمرين ته ووځي».

AG/K.S

DW.COM