1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

افغان مدني ټولنه: پخوانۍ تیروتنې باید بیا تکرار نه شي

په بن کې د افغانستان د نړیوال کنفرانس له جوړیدو څخه مخکې افغان مدني ټولنې خپل غږ پورته کړ. دغې ټولنې پر نړیوالې ټولنې او افغان حکومت غږ کړی چې د هیواد د روانو ستونزو د یو پایښت لرونکې حل لارې د پیدا کولو لپاره هڅي وکړي.

آرشیف انځور: په کابل هم مدني ټولنې د بن کنفرانس په اړه غونډې کړي

آرشیف انځور: په کابل هم مدني ټولنې د بن کنفرانس په اړه غونډې کړي

د مدني ټولنې یو شمیر استازي آلمان ته بلل شوي ترڅو د افغانستان د نړیوال کنفرانس له جوړیدو څخه مخکې خپلې غوښتنې وړاندې کړي. هغوی وایي په تیرو لس کلونو کې «دی تیر وتنې او نیمګړتیاوې باید په بریالیتوبونو بدلې شي.

د ۲۰۱۱ کال د دسمبر په میاشت کې د بن تر کنفرانس څو ورځې مخکې، د افغانستان د مدني ټولنې استازو، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته خپلې مشخصی غوښتنی وړاندې کړې.

د افغانستان د مدني ټولنې لویه اندېښنه دا ده چې د دولت د وسله والو مخالفینو په خاص ډول د طالبانو سره د روغې جوړې وروسته به د تېرو کلونو لاسته راوړنې تاواني شي.

د افغانستان د پارلمان یوې استازې، شینکی کروخیل، د آلمان ږغ رادیو ته په برلین کې وویل چې هغه د دې مخالفه نه ده چې د طالبانو سره دې خبرې وسي. هغه زیاتوي چې د دې خبرې مخالفه ده چې طالبان دې د بن په کنفرانس کې د افغان دولت تر څنګ د یوه موازي اړخ په  توګه برخه ولر‎ي.  د بن د کنفرانس ریاست د افغان حکومت په غاړه دی او ویل شوي دي چې په دغه کنفرانس کې د حکومت وسلوالو مخالفینو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون  د ۲۰۱۱ کال د نیمایی راهیسي  د افغانستان په دننه کې د خلکو نظرونه راټول کړی ول او د هغوۍ پر اساس یې د نومبر د میاشتی پر ۲۳مه په کابل کې خپلی سیاسي غوښتنې او وړاندیزونه اعلان کړل. په دغې پروسه کې د آلمان د فریدریش اېبرت او هانریش بیول مرستندویو سازمانونو برخه اخیستې وه.

د مدني ټولنې استازو د  افغان حکومت څخه د نورو تر څنګه دا هم وغوښتل چې د اختلاس پر ضد د مبارزې، د بشري حقونو د ساتنی او د یوه بې طرفه عدلي سیستم د رامنځته کېدو  لپاره اغیزمن تدابیر تر لاس لاندې ونیسي. دوی همدا راز له حکومت څخه وغوښتل چې د قضا، حکومت او پارلمان تر منځ ګد کار نور هم باید پیاوړی کړي. د هغوی په غوښتنو کې دا هم راغلي دي چې افغانی ځواکونو ته د امنیت د مسوولیت په  ورسپارلو سره باید مدني ارزښتونه هم په پام کې ونیول سي.

په عین وخت کې د افغانستان مدني ټولنې له نړیوالې ټولنې څخه دا غوښتنه هم کړي چې د ملي اردو او پولیسوو په ښه سمبالښت کې برخه واخلي او ویلي یې دي چې پر نورو موازی امنیتی ځواکونو لکه محلی ملیشو باندی دی تکیه و نه سي.

د مدنی ټولنې استازو دغه راز په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان د کړکیچ سیمه ایز او نړیوال اړخونه په پام کې ونیسي او په کړکیچ کی پر ښکیلو هیوادونو سیاسي، پوځي او اقتصادي فشارونه واچوي.

آژانسونه/ غوټي پوپل
کتونکی: مسعود جهش

DW.COM