1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغان محصلانو ته په آلمان کي د زده کړو طلایي چانس

د آلمان «فریدریش شیلر ینا» پوهنتون د هغو افغان محصلانو ملاتړ کوي چې غواړي د آلماني ژبې د ادبیاتو په برخه کې تحصیلات وکړي. تر اوسه پورې ۱۳۰۰ افغان محصلانو په بیلابیلو رشتو کې په آلمان کې زده کړې کړې دي.

د آلمان د اکادمیکو خدمتونو د تبادلې ادارې یا (DAAD) په ینا پوهنتون کې د همغږۍ یو دفتر پرانیستی دی، څو د هغو افغان محصلانو ملاتړ وکړي چې د آلماني ژبې په برخه کې له څېړنو سره لیوالتیا لري.

د دغه کار هدف په لومړي سر کې د کابل پوهنتون د آلماني ژبې د ادبیاتو په رشته کې د لیسانس دورې پوره کول او بیا وروسته د ماستري له پاره په آلمان کې د زمینې برابرول دي.

ینا پوهنتون په دې اړه یوه اعلاميه کې ویلي دي چې افغان محصلان به په دې پوهنتون کې د آلماني ژبې په برخه کې هغه وخت تحصيل وکړي چې ورته بورسیه ورکړل شوي وي او په افغانستان کې د ماسترۍ له پاره شرایط مساعد نه وي.

زیاته شوې ده چې په افغانستان کې د امنیتي شرایطو د خرابوالي له کبله په پروګرام کې شاملو کسانو ته ځیني کورسونه په تاجیکستان کې دایریدای شي.

په کابل کې د آلماني ژبې په برخه کې تر لیسانس درجې پوري د تحصيل تر څنګ به د کندز، هرات او مزارشریف ولایتونو په پوهنتونونو کې هم د آلماني ژبې کورسونه پیل شي.

د یوه ګټور پړاو پای

له افغانستان سره د آلمان د اکادمیکو همکاریو ادارې د کار لومړی پړاو په ۲۰۰۳م کال کې پیل شو او تر ۲۰۱۴م کاله پورې یې دوام وکړ. په کابل کې د دغې ادارې د بورسونو مسئول اسدالله جاوید، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «له ۲۰۰۳م کال راهیسې ۱۳۰۰ تنه محصلان په بیلابیلو وختونو کې د ماسترۍ او دوکتورا له پاره په آلمان کې بورسونه ترلاسه کړي دي. د هغوی له ډلې څخه ۹۸ سلنه یې بیرته د خپلو زده کړو تر بشپړولو وروسته خپل هیواد ته راستانه شوي دي.»

له افغانستان سره د آلمان د اکادمیکو خدمتونو ادارې د همکارۍ دویم پړاو له ۲۰۱۵م کال څخه پیل شوی او تر ۲۰۲۵م کاله پوري دوام کوي. ینا، یو له هغو آلماني پوهنتونونو څخه دی چې په دې برخه کې د آلمان د اکادمیکو همکاریو له ادارې سره همکاري کوي. افغان محصلان به په دې پوهنتون کې د آلماني ژبې په برخه کې زده کړي وکړي.

د آلمان د اکادمیکو تبادلاتو اداره د نړۍ بیلابیلو هیوادونو ته بورسونه ورکوي خو د افغانستان له پاره دوې ځانګړي برنامې لري، چې افغان محصلان او د پوهنتونو استادان د اقتصاد او کمپیوتر ساینس په رشتو کې د بوخوم او برلین په تخینکي پوهنتونونو کې زده کړي کوي.

د اسدالله جاوید په خبره تر اوسه پوري په درو مرحلو کې افغان محصلان دغو پوهنتونونو ته استول شوي دي. هغه زیاتوي چې په هره مرحله کې د افغانستان د بېلابېلو پوهنتونونو ۲۵ استادان شامل ول. د دغو دوو پروژو هدف د افغان پوهنتونونو د ظرفیت لوړول دي.

پر دې سربیره د المان د اکادمیکو همکاریو اداره د مخ پر ودې هیوادونو له پاره هم دوې ځانګړي پروژې لري چې ټولي برخي پکښې شاملي دي. عمومي سیاست یا Public Policy د دغو برنامو په ډله کې یوه ده. جاوید وایي: «په ۲۰۰۹م کال کې د دغې پروژې له پیلیدو راهیسې پکښې نهه افغان محصلان منل شوي دي. په دې ترتیب سره تر بل هر هیواد ډیر افغان محصلان په دې پروګرام کې شامل شوي دي.»

روڼ بهیر

اسدالله جاوید چې په خپله یې هم په آلمان کې زده کړې کړي دي، وایي چې دا په افغانستان کې د بورسونو د ویشلو تر ټولو روڼ بهیر دی. هغه وایي چې عملي وړتیا، د لیسانس سند لرل او له انګلیسي یا آلماني ژبې سره کافي اشنايي د دغو بورسونو د ترلاسه کولو شرایط دي.

هغه کسان چې غواړي ماستري وکړي باید شپږ کاله دمخه فراغ شوي. په ځینو برخو کې بیا کاري تجربې ته هم اړتیا شته. بله مهمه خبره دا ده چې په آلمان کې د پوهنتونو د منلو شرایط توپير سره لري.

د آلمان د اکادمیکو تبادلو په دې پروګرامونو کې باید متقاضیان په خپله په یوه پوهنتون کې داخله واخلي او بیا تر هغه وروسته له دغي ادارې څخه د خپلو زده کړو لګښتونه ترلاسه کولای شي.

په کابل کې د آلمان د اکادمیکو تبادلاتو د دفتر د بورسونو مسئول وایي چې په دغه بهیر کې د روڼوالي په موخه پریکړه چې کوم کس ته باید بورس ورکړل شي په آلمان کې کیږي او د کابل دفتر یوازي د اسنادو د ثبتولو په برخه کې فعالیت کوي.

DW.COM