1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

افغان فعالان د جنګي جنایتونو په څیړنه کې پرمختګ غواړي

د افغانستان د بشري حقونو ډلو د جزا له نړيوالي محکمې څخه غوښتي چي په هيواد کي يې د جنگي جرمونو يوه څېړنه چټکه کړي. دوی د پنجشنبې په ورځ د دغي محکمې له لوی څارنوالي سره ملاقات لري.

د چهارشنبې په ورځ د بشري حقونو ځيني فعالان دنهاگ ته رسېدلي څو د پنجشنبې په ورځ د جزا د نړيالي محکمې له لوی څارنوالي سره ملاقات وکړي. د بشري حقونو د نړيوال فدراسيون مرستیالي گيسو جهانګيري ويلي دي: «موږ هيله لرو چي له ليري ځايه دنهاگ ته زموږ راتګ به د دغې محکمې له پاره يو قوي پيغام وي.»

جهانګيري فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي د بشري حقونو تقريباً۲۰ فعالان به د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۷م کال د اپريل ۶مه) په دنهاگ کي د جزا د نړيوالي محکمې له مشري څارنوالي فاتو بېنسوده سره ملاقات وکړي.

هغې زياته کړه چي هالنډ ته رسېدلي د بشري حقونو فعالان به له فاتو بېنسوده سره خپل«گډ او انفرادي» وړانديزونه شريک کړي.

د جنايي جرمونو نړيواله محکمه له زيات وخت راهيسي په افغانستان کي د جنگي جنايتونو په تړاو پلټنې کوي. د دغو پلټنو په تړاو په لومړي ځل معلومات په ۲۰۰۷ کال عام سول، چي پکښي په ۲۰۰۳م کال کې د طالبانو، افغان حکومتي ځواکونو او د امريکايي عسکرو په گډون د نورو بهرنيو عسکرو په تړاؤ د معلوماتو راټولولو هڅه سوې.

فاتو بېنسوده په نوامبر مياشت ويلي چي دفتر به يې ډیر ژر په دې هکله پریکړه وکړي چي ایا د نړيوالي محکمې له قاضيانو څخه د افغانستان په تړاو د دوسيې پرانستلو غوښتنه وکړي او که څنګه.

هغې هغه وخت زياته کړې وه چي احتمال سته چي امريکايي ځواکونو دې په افغانستان کي د زندانیانو په ربړولو سره جنګي جنايتونه کړي وي. هغې روښانه کړې چې دا ښايي هغه وخت یو عمدي سیاست وو.

فاتو بېنسوده پر دې ټينګار کړی وو چي د طالبانو، حقاني شبکې، افغان حکومتي ځواکونو او امريکايي عسکرو په گډون ښايي (CIA) هم د احتمالي جنگي جرمنو مرتکب سوي وي. دا له هغه وروسته چي طالبان په ۲۰۰۱م کال د امريکايي اشغال په مرسته په افغانستان کي له واکه ليري کړل سول.

مشري څارنوالي په دې ترڅ کي د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۵م کال تر دسمبر مياشتي پوري د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له خوا پر ښوونځيو، روغتونونو او مسجدونو د يرغلونو په ترڅ کي د تقريبا ۱۷۰۰۰ ملکي وژنو خبره کړې وه.

د فعالانو وکيلې کاترين گالاګېر ويلي دي چي دوی به اوس «د مشري څارنوالي دفتر دې ته تشويق کړي چي مخ پر وړاندي په دې تړاو اقدام وکړي.»

که بېنسوده له نړيوالې محکمې څخه د بشپړه پلټنې او قضيو د څېړلو غوښتنه وکړي، نو دا به ښايي د دغې محکمې په تاريخ کي تر ټولو مغلقه او په سياسي توګه لانجمه قضيه وي.

د دې امکان نه تر سترگو کيږي چي امريکايي ځواکونه به د دنهاگ په محکمه کي ځواب ووايي، ولي چي واشنګټن اړونده تړون نه دی لاسليک کړی او له دغې محکمې څخه يې د خپلو اتباعو د ژغورني هوډ په تيرو وختونو کي تکرار کړی دی.

د هما سعيد په نوم افغاني فعالې ويلي دي چي په افغانستان کي د نړيوالي جنايي محکمې ښکېلتيا به «يو ستر سمبوليک اهميت» ولري. د هغې په وينا دا کار به د دې معنی ولري چي نړيواله ټولنه کړني له پامه نه غورځوي.