1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغان سوداګر وایې لوړه مالیه نه شي ورکولای

خود سوداګرۍ وزیر انوار الحق احدي وایی:«دا چې مالیه لوړه ده دا له مونږ سره په اوسنی وخت کې مرسته کوي چې په اوږد مهال کې خپل اقتصادي حالت ته وده ورکو.»

د افغانستان د سوداګری وزیر انوارالحق احدی د آلمان غږ راډيو ته د تبصری په حال کی

د افغانستان د سوداګری وزیر انوارالحق احدی د آلمان غږ راډيو ته د تبصری په حال کی

افغان سوداګر د حکومت له لوري د دوي په سوداګریزو مالونو د لګیدلي مالیې کچه لوړه بولي چې پر وینا یې دوي ته ملا ماتونکي ده.

سوداګر په هیواد کې د سم سوداګریز پلان نه شتون او د حکومت له لورې د هغوي له مالونو شل سلنه مالیه اخیستل هغه څه بولي چې د دوي کاروبار ته یې زیانونه اړولي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیال محمود کرزی شکایت کوي که چیرته په سوداګریزو مالونو لګیدلي مالیه ټیټه نه شي نو ډیر سوداګر به په افغانستان کې له پانګونې لاس واخلي. هغه وویل:

«ولي حکومت له سوداګرو شل سلنه مالیه اخلي، د کومې محاسبې پر اساس، د کوم سنجش پر اساس، هغه هیوادونه چې ډیره وده یې کړي، د بلیګې په توګه دوبۍ هلته هیڅ مالیه شتون نه لري.»

په همدې حال کې یو شمیر سوداګر د «مالیات بر عایدات» د قانون له پیچلتیا هم سر ټکوي، او تور لګوي چې د مالې وزارت په خپله کارکونکي د دغه قانون په پلي کولو کې ناتوانه شوي دي.

یوسوداګر د آلمان غږ راډیو ته وویل: «د سوداګرۍ وزارت هر هغه څه چې غواړي هغه تر سره کوي، د مالیې وزارت د سوداګرو ستونزو ته پام نه کوي او نه غواړي چې هغه هواري کړي».

بل سوداګر بیا وویل: «په داسي حال کې چې د حکومت ټکس ډیر زیات دی، زمونږ سوداګرو له بهرنیو سوداګرو سره سیالي نه شي کولای او له همدې امله یې کاروبار له سقوط سره مخامخ کیږي.»

له بل لوري د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت وایې چې پر عایداتو د مالېې سیستم ډیر ساده او د پلي کیدو وړ ده چې په ورته وخت کې د ملک اقتصادي ودې ته په اوسنیو شرایطو کې خورا اغیزمن ثابت شوی دی.

د سوداګرۍ وزیر انوار الحق احدي په دی اړه وویل: «دا چې مالیه لوړه ده دا له مونږ سره په اوسنی وخت کې مرسته کوي چې په اوږد مهال کې خپل اقتصادي حالت ته وده ورکو، د دغو قوانینو په برخه کې له مونږ سره نړیواله ټولنه هم مرسته کوي، مونږ کولای شو چې د دغې مالیې په را ټولولو سره خپله اقتصادي وړتیا لوړه کړو».

د سوداګرۍ او صنایعو د خونو چارواکې او سوداګر وایې که چیرته له دوی څخه لږ مالیه واخیستل شي، له یوه لوري به په ملک کې دننه د پانګونکي کچه لوړه سي او له بل لوري به د حکومت په عوایدو کې هم زیاتوالی راشي.

خو دا هغه غوښتنه ده چې تر اوسه پوری د حکومت او سوداګرو تر منځ لانجي رواني دي او اوس لپاره داسي ښکاري چې افغان حکومت د مالیې د کچې راټیټولو ته کوم ځانګړی پلان تر لاسه لاندي نلري.

جلالزی

کتونکی: عبدالباري حکيم