1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

افغان سوداګر دې له پاکستانه ووځي؛ افواه که حقیقت؟

په پیښور کې د افغانستان په قنسلګرۍ کې د کډوالو چارو وزارت اتشې عبدالحمید جلیلي، هغه آوازې رد کړې چې ګواکې د پاکستان حکومت افغان سوداګرو ته د شپږو میاشتو مهلت ټاکلی چې خپل ټول کاروبار افغانستان ته انتقال کړي.

اوډيو واورئ 04:28

په پیښور کې د افغانستان په قنسلګرۍ کې د کډوالو چارو وزارت اتشې عبدالحمید جلیلي سره مرکه

دغه افغان چارواکي زیاته کړه چې د دغه ډول یوه احتمالي وضعیت د مخنیوي له پاره د افغان، پاکستاني او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې غړو یوه کډه ګمیټه جوړیږي. نور جزئیات په مرکه کې واورئ. تر دې مخکې پاکستان ویلي وو چې ټول افغان کډوال باید له پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

که څه هم افغان حکومت او ملګرو ملتونو له اسلام آباد څخه د کډوالو له پاره د ټاکل شوې مودې د غځولو غوښتنه وکړه خو پاکستان ویلي دي چې پر خپله پریکړه ولاړ دی.

په پاکستان او نړۍ کې د کډوالو په اړه نور مطالب دلته ولولۍ:

DW.COM

DW.COM

د موضوع په اړه ویدیوگانې او غږونه

اړوند مطالب