1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغان دولت پر پاکستاني ورځپاڼو بندیز ولګاوه

تر هغه وروسته چې د ختیځو ولایتونو یو شمیر اوسیدونکو په بازارونو او فرهنګي کړیو کې د پاکستاني ورځپاڼو او مجلو د خپریدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه، افغان حکومت د جمعې په ورځ پر دغو ورځپاڼو باندې بندیز ولګاوه.

ویل کیدل چې په دغو ورځپاڼو کې د افغانستان د ملي منافعو ضد تبلیغات کیږي چې پر ولسونو بدي اغیزي لري.

پر ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو سربیره ان د پلازمینې کابل په یو شمیر ورځپاڼه پلورنځایونو کې هم تر دې دمخه د مشرق، وحدت، اتقاق اسلام او داسي نوري پاکستانۍ ورځپاڼې د خرڅلاو له پاره وړاندې کیدې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر پاکستاني ورځپاڼو ئې بندیز لگولی دئ.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې ډیرې هڅې ئې د تورخم پر پوله پيل کړي دي چې ملک ته د پاکستاني ورځپاڼو د رسیدو مخه ونیسي.

د خبرپاڼې له مخې سرحدي پولیسو ته دنده سپارل شوې، چې د ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو له بازارونو څخه ټولې پاکستانۍ ورځپاڼې را ټولي کړي.

ویل کیږي چې افغان حکومت دا پریکړه په دې نیت کړې ده، چې د وسلوالو طالبانو د تبلیغاتو مخنیوی وکړي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا پاڼه کې دا هم راغلي دي چې دا ورځپاڼې د وسلوالو طالبانو د يو شمیر ځانگړو کړيو داسې مطالب خپروي چې د افغان ولس اندیښنه راپاروي د هغوي په زیان دي.

د کورنيو چارو وزارت بله نيوکه دا کوي چې گواکې دغه ورځپاڼې په خپلو ليکنو کې افغان امنيتي ځواکونه په نښه کوي او پر ضد ئې مقالي او تبصري خپروي چې د دغو ځواکونو پر صداقت او ریښتینولي باندې خلک شکمن کړي.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې افغانستان ته راتلونکې ډیری پاکستاني ورځپانې د افغانانو له دودنو، دين او کلتور سره په ټکر کې مطالب خپروي او دا د افغانانو له پاره د نه منلو وړ خبره ده.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش