1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

افغان دولت د طالبانو سره د خبرو اترو نوې طرحه به ګټوره وي؟

د افغانستان د سياسي چارو کارپوه ښاغلی حبيب الله غمخور، د دولت هغه طرحه چي هغه طالبان چي وسله پر مځکه کښېږدي او د القاعدې څخه جلاسي هغوی ته په دولت کي ځای ورکوي يا اقتصادي مرستي ورسره کوي دومره دقيقه نه بولي...

د سياسي چارو کارپوه ښاغلی حبيب الله غمخور

د سياسي چارو کارپوه ښاغلی حبيب الله غمخور

دويچه ويله: په دې وروستيو کې له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه نوې طرحې وړاندې شوې دي. ستاسو په نظر به دغه خبرې څومره گټورې وي؟

غمخور: د طالبانو سره او د دولت له ټولو مخالفينو سره د سولې د خبرو پيل به په افغانستان کې د سولې د پروسې د پلي کولو او پياوړتيا په برخه کې مرستې وکړي. اصلي خبره په پيل کې دا ده چې دواړې خواوې يو پر بل اعتماد ولري. تر اوسه چې ليدل کيږي د دولت مخالفين د دولت په وړاندې اعتماد نه لري. بله خبره دا ده چې د دولت لخوا هم د دغې پروسې د پيل يو جدي حرکت او څرک نه ليدل کيږي. يوازې د مخالفينو سره د خبرو پيل، له ژورنالستانو سره په ليدلنې کتنې او هغوی ته په ويناو کې مساله نه شي حلېدای.

دويچه ويله: ستاسو په نظر بايد دولت څه وکړي تر څو اعماد رامنځته شي؟

غمخور: اساسي خبره دا ده چې د ملي پخلاينې يو هر اړخيز پلان بايد ولري. په دغه پلان کې نه يوازې د افغا نستان دولت، بلکه زموږ گاونډيان هم بايد شامل وي او مسووليتونه ولري. زموږ گاونډيان، د هغوی له جملې څخه پاکستان د دولت له مخالفينو سره نژدې اړيکي لري او د هغوی د مستقيمې او غير مسقتيمې حمايې لاندې دي. هغوی هم بايد په دغه پروسه کې راښکېل شي او پر هغوی بايد هم فشار واچول شي چې په افغانستان کې له مخالفينو سره د خبرو پروسه گړندۍ پر مخ ولاړه شي او يو برياليتوب ته ورسيږي. اساسي خبره دا ده چې د افغانستان دولت او نړيواله ټولنه، چې کېدای شي سړی يې د يو بلاک په نامه ونوموي، بايد داسې يوه طرح وړاندې کړي، چې د هغو خلکو د منلو وړ وي چې همدا اوس په افغانستان کې اوسيږي او وسله يې په لاس کې نه ده. موږ ورته عام ولس او مدني ټولنې، سياسي گوندونه او تنظيمونه وايو.

دويچه ويله: د خبرو يوه طرحه وړاندې شوې ده او د لندن کنفرانس هم په دې موخه رابلل شوی و. خو څنگه به دغه طرحه عملي بڼه ونيسي؟

غمخور: دغه طرحه تر اوسه دومره دقيقه نه ده لکه چې ويل کيږي. په دې طرح کې يوازې دا ويل شوي دي چې د افغانستان دولت او نړيواله ټولنه حاضره ده هغو طالبانو سره چې وسله پر مځکه کښېږدي او د القاعدې سره راجلا شي، هغوی ته په دولت کې ځای ورکړي او يا له هغوی سره اقتصادي مرستې وکړي. پر دې بايد کار وشي چې کوم تضمينونه د مخافينو لپاره موجود دي چې هغوی بايد خبرو ته حاضر شي او څوک له دوی سره خبرې کوي. استخباراتي شبکې کېدای شي د اړيکو د ټينگولو يوه منبع وي، خو د افغانستان په شرايطو کې ښه خبره دا ده چې په لوړه کچه خبرې تر سره شي او له هغوی سره ارتباطات ونيول شي. د بې اعتمادۍ احساس چې له طالبانو سره موجود دی او هغوی وايي چې موږ نه غواړو د خبرو په پلمه بيا گوانتانامو او يا باگرام ته ولاړ شو، دغه احساس بايد د دوی له مغزو څخه پرېولل شي، يعنې يو نړيوال تضمين بايد موجود وي. يو منځگړي هېواد بايد دغه تضمين او اعلان پر غاړه واخلي، چې د دولت مخالفين د خبرو د پروسې په جريان کې د هيچا لخوا نه نيول کيږي او نه زندان ته لېږل کيږي.

دويچه ويله: تاسو په دغې طرحې باندې نيوکه وکړه، خو ستاسو په اند بايد څه بدلون په دغه طرحه کې راوستل شي، تر څو مرورو افغانانو او هغو ډلو ته چې د دولت په وړاندې جنگيږي، ورته د منلو وړ وي؟

غمخور: د سولې پروسه او يا ملي پخلاينه په افغانستان کې يوه پخوانۍ تجربه هم لري. ډاکتر نجيب الله د خپل حاکميت په دوران کې د ملي پخلاينې تر نامه لاندې يو لوي پروگرام اعلان کړ، زه نه وايم چې هغه پروگرام دې دلته راکاپي شي، خو د ښو تجربو څخه سړی استفاده کولای شي. داسې يوه ساده خبره چې طالبان دې راشي، کښې دې ني او موږ به ورسره خبرې وکړو، يوه طرحه نه ده، بکله يو شعار دی. پوښتنه دا ده چې پر کومو پرنسيپونو د افغانستان دولت او پلويان يې حاضر دي چې خپلو مخالفينو سره خبرې وکړي. افغانستان اوس يو قومي سياسي او تنظيمي جوړښت لري. علاوه تر طالبانو 180 ډلې په افغانستان کې عملا مسلح فعاليت کوي. که هغه هر څوک وي، که غلهء وي، که قاچاقچيان وي، خو د افغانستان په اوسنۍ وضع کې يې سوله ټينکنۍ کړې ده، ځکه بايد په دې باندې بحث وشي چې د کومو پرنسيپونو له مخې دغه خوا حاضره ده چې له طالبانو سره خبرې وکړي. د بلې خوا څخه له طالبانو څخه بايد هم دا غوښتنه وشي چې هغوی هم خپل پرنسيپونه اعلان کړي. دغه شرط چې دوی وايي بهرنيان دې ووځي او موږ به خبرو ته کښېنو، دغه شرط د منلو وړ نه دی. د افغانستان سياسي او پوځي جوړښت داسې دی لکه د افغانستان د دولت مخالفين په خپلو ويناو کې وايي، چې که دغه بهرنيان ووځي، نو پنځه دقيقې وروسته به دغه حاکميت نه وي. نو دغسې يوې پروسې ته غاړه ايښودل ناممکنه خبره ده. بيا به نو د دولت مخالفين له چا سره خبرې کوي. آيا بيا به د 92 يم کال يو سياسي هرج مرج وي چې په افغانستان کې به 34 حکومتونه وي او څلور دېرش پاچاهان به وي او په څلور دېرش سکو به پيسې چاپيږي. دا د حل لاره نه ده. د بل لوري څخه زموږ گاونډيان، په تېره بيا پاکستان بايد دا ومني چې په طالبانو باندې فشار واچوي او طالبان دې ته حاضر کړي چې د سولې له پروسې سره عملا مخ ته ولاړ شي.

دويچه ويله: ومو نه ويل چې دغه خبرې اترې به په کوم چوکاټ کې رامنځته کيږي. مثلا، راتلونکې د سولې جرگه به دغسې يو پليت فارم نه وي چې په کې د دولت د مخالفينو تر څنگ گاونډي هېوادونه هم راوغوښتل شي. ستاسو نظر د دغې جرگې په اړه څه شی دی؟

غمخور: داسې يوه جرگه گۍ بايد جوړه شي، چې با اعتباره او بې پرې جرگه وي، چې هدف او موخه يې يوازې په افغانستان کې د سولې راتگ او د مخالفينو يا خوابدو سره پخلاينه وي. په دغه جرگه کې کېدای شي سعودي عربستان او عربي امارات ډېر غټ نقش ولري. اوس هم ډېره پر ځای خبره ده چې د لندن په کنفرانس کې له سعودي عربستان څخه غوښتنه وشوه چې په افغانستان کې د سولې په پروسه کې برخه واخلي. زه عربي امارات هم وراضافه کوم او د اسلامي کنفرانس نړيوال سازمان بايد خپل نقش ولوبوي تر څو دغه پروسه غښتلې شي. ډېره ښه خبره به دا وي چې دغه تضمين سعودي عربستان او عربي امارات د دواړو خواو څخه تر لاسه کړي او طالبانو او د دولت نورو مخالفينو ته دا ډاډ ورکړي چې د خبرو په پروسه کې هيڅوک د دوی آزادي او حقوق نه سلبوي؟ بله خبره دا ده چې کچيري په همدا اوسني شکل خبرې راشروع شي، طبيعي ده چې په افغانسان کې يو سلسله نور مسايل او گوتنيونې راپورته کيږي. اوسنی قانون، چې عملا په افغانستان کې تطبيقيږي، تر يو حده د افغانستان د اوسېدونکو د قبول وړ گرځېدلی دی، سربېره پر دې چې يو سلسله تخنيکي او سياسي تېروتنې به په کې وي. آيا مخالفين دغه قانون مني. که يې نه مني، نو ولې يې نه مني؟ آيا دولت د هغوی له وړانديزونو سره موافق دی؟ د پخوانۍ تجربې له مخې د دولت د مخالفينو دپاره په دغه شکل د هغوی فعاليت د منلو وړ نه دی. آيا د افغانستان د عام ولس دپاره بېرته د منلو وړ ده چې افغانستان بېرته منځنيو پېړيو ته ولاړ شي، بېرته تلويزيون په ونه وځړيږي او راډيو گل شي؟ يو هر اړخيز پروگرام بايد موجود وي. که طالبان ډاډ تر لاسه کوي، نو د افغانستان عام ولس چې هلته اوسيږي او د دواړو خواو څخه قرباني ورکوي، هغوی بايد هم دغه ډاډ تر لاسه کيږي چې سبا به يې د لور په وړاندې د مکتب دروازه بيا نه تړل کيږي. سبا بيا د خلکو په جېبونو کې بيا خط کشونه نه وي چې ستا ږيره څو متره او څو سنتي متره ده.

مرکه کونکی/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل