1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

«افغان خبریالانې د جنسي زهيرونو سره مخ کيږي»

خبریالانو او د رسنیزو بنسټونو استازو په کابل کې د رسنیو د خپلواکۍ له ورځې نمانځنه وکړه. خبریالانو په دغه ورځ ویلي چې له هغوی سره په بېلابېلو ډولونو تاوتریخوالی دوام لري خو بیا یې هم قضیو ته رسېدنه نه کیږي.

په یوه وروستۍ ټول پوښتنه کې چې د( نی) یا خبریالانو د ملاتړ د ادارې له خوا ترسره شوې راغلي چې پنځوس سلنه افغان خبریالان د تاوتریخوالي پېښې له اړوندو ادارو سره ثبتوي خو بیا هم رسېدنه ورته نه کیږي، چې دا پر ادارو د هغوی د بې باورۍ سبب شوې.

رسنیزې ادارې وايي د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې تر هغې کچې ډېرې دي چې د رسمي ادارو له خوا اعلانیږي. د نی غیر دولتي ادارې اجرائیه وي مشر صدیق الله توحیدي د یکشنبې په ورځ ( د ۲۰۱۵ کال د مې پر ۳مه) د رسنیو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې، ښځینه کارکوونکې په رسنیو کې د جنسي تاوتریخوالي قرباني کیږي او تر ډېره یاده موضوع پټه پاته پرېږدي.

صديق الله توحيدي زياته کړه:« ښځینه خبریالانې په بېلابېلو رسنیو کې چې کله له جنسي تېري سره مخ کیږي، دا مسلې تر ډېره پټې ساتي. خو په اصل کې دا یو تریخ او جدي حقیقت دی.»

په ادارو کې د ننه د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی بل ډول دی چې ډېری خبریالان ورسره لاس او ګرېوان دي.

د نی خپلواکه اداره وايي په ډېرو رسنیو کې دننه د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی رامنځته کیږي خو خبریالان یې د دندې له لاسه ورکولو په خاطر نه مطرح کوي.

د تاوتریخوالي ډېرښت

نی په خپلې وروستۍ ټول پوښتنه کې چې د تاوتریخوالي د کچې مالومولو په موخه یې تر سره کړې، څرګنده کړې ده چې ۷۴ سلنه خبریالانو د۱۳۹۳ کال په پرتله په ۱۳۹۴ کال کې د تاوتریخوالي د ډېرښت ځواب ورکړي.

دا ټول پوښتنه چې د هیواد په لویو ښارونو لکه کابل،‌ هرات، کندهار، مزارشریف، او په جلال آباد کې ترسره شوې، ۲۹ سلنه خبریالانو پکې ویلي چې له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوي.

په دې ټول پوښتنه کې ۴۷.۵ سلنه خبریالانو ویلي‌ چې له رواني تاوتریخوالي لکه ټلیفوني ګواښونه، او نورو مستقیمو او غیر مستقیمو تاوتریخوالو سره مخ شوي دي. ۴،۹ سلنه خبریالانې بیا له جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوې.

ورته مهال تر ۴۷ سلنه ډېرو خبریالانو ویلي چې د دولتي چارواکو، پولیسو او نورو ادارو له خوا ورسره تاوتریخوالی شوی او زیاتوي چې ۱۲ سلنه تاوتریخوالی هم د رسنیزو ادارو له خوا ترسره شوی دی، ۱۸،۸ سلنه خبریالانو ویلي چې د وسله والو طالبانو او ۲۰سلنه نورو بیا ویلي چې د زور واکانو له خوا ورسره تاوتریخوالی شوی دی.

د معلوماتو محدودیت

سره له دې چې د افغانستان دولت معلوماتو ته د لاسرسي قانون هم تصویب کړی خو خبریالان بیا هم په دې برخه کې له ستوزو یادونه کوي. د افغانستان د ژورنالستانو دملي ټولنې مشر عبدالحمید مبارز په دې اړه وویل:« سره له دې چې معلوماتو ته د لاس رسي د حق قانون تصویب شوی خو بیا هم خبریالان په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي. ځینو ادارو خپلو مامورینو ته امر کړی چې له رسنیو سره خبرې ونه کړي.»

مبارز زیاته کړه سربېره پر دې چې د حکومت مشرانو د رسنیو د خپلواکۍ په برخه کې ډېرې ژمنې کړې دي خو په عمل کې بیا هم رسنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ورته مهال بیا له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حکومت د رسنیو له خوندیتوب او غښتلتیا څخه کلک ملاتړ کوي. او زیاته کړې یې ده چې افغان حکومت د سیمې د حکومتونه په پرتله خپلو رسنیو ته ډېره خپلواکي ورکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ دغې خبرپاڼې رسنۍ د ټولنې د سترګو او غوږونو په مانا بللې او زیاته کړې یې ده چې رسنۍ باید ملي ګټې هغه شان په پام کې ونیسي چې تفرقې ته پکې لمن ونه وهل شي.