1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغان حکومت د نيويارک ټايمز راپور رد کړی

د افغانستان حکومت د نيويارک ټايمز ورځپاڼي هغه راپور رد کړی چي وايي د ولسمشر کرزي د دفتر ريس د ايران څخه په دوامداره توګه پيسې اخلي.

default

نيويارک ټايمز ورځپاڼي تيره ورځ په يوه راپور کي د افغان او امريکايي چارواکو له خولې ليکلي چي د کرزي د دفتر ريس عمر داودزی د ايران څخه پيسي ترلاسه کوي.

ددغو چارواکو چي نومونه يې نه دي ښودل سوی له خولې ويل سوي دي ايران په دې سره غواړي چي د کرزي او امريکا تر منځ په اړيکو کي درز پيدا کړي.

خو د ولسمشر حامد کرزي وياند حامد علمي د دويچه ويله سره په خبرو کي دغه تورونه رد کړل.

هغه په ټليفوني تماس کي وويل چي « دا يو بې اساسه رپوټ دی او هغه چا چي ددې راپور په جوړولو کي مرسته کړې د هغه چا پر خبرو تکيه کړې ده چي هغوی هيڅ وجود نه لري»

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د راپور له مخه هغه پيسې چي د ايران له خوا د حامد کرزي د دفتر ريس ته ورکړل سوي دي ملينونو ډالرو ته رسيږي. د ورځپاڼي په خبره کرزي او د هغه د دفتر ريس ددې پيسو څخه د ولسې جرګې د استازو، محلي متنفذينو او حتي د طالبانو ته ورکړي تر څو د هغو ملاتړ ترلاسه کړي.

د کرزي وياند وايي چي د ايران هيواد مرستي د افغانستان د خلکو او دولت سره قانوني دي او د افغانستان قانوني مرجع ته ورکړل سوي دي چي هغه په شفاف ډول د افغانستان په بيا رغونه کي مصرف سوي دي.

د علمي په خبره دا لومړی ځل نه دی چي په بهرنيو آژانسونو کي د افغانستان په اړه داسي راپورنه خپريږي هغه وايي کله چي دداسي راپورنو په اړه سړی اسناد ځني و غواړي هغوی انکار کړی دی.

نجيب الله زيارمل

کتونکی: احمد ولي اڅکزی