د افغانستان وسله والو طالبانو د خپلو پسرلني عملياتو د پېل اعلان کړی خو حکومت يې تبليغات بولي. افغان حکومت وايي چي د طالبانو د مخنيوي له پاره اړين امکانات په لاس کي لري. بشپړ مطلب دلته اورېدلای سئ:
وسله والو په غور کې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پر یوه مرکز باندې برید کړی او د ټاکنو کمیسیون د کارکوونکو په ګډون یې پنځه تنه برمته کړي. هغوی په دې مرکز کې اسناد هم له منځه وړي.
د یوه افغان چارواکي په وینا په غور ولایت کې وسله والو کسانو پر یوه موټر برید کړی دی چې په پایله کې یې شپږ ملکیان وژل شوي دي.
د افغان چارواکو په حواله وسله والو طالبانو د پنجشنبې په سهار وختي د غزني ولایت پر خواجه عمري ولسوالۍ باندې برید کړی دی. د مرګ ژوبلې په هکله ضد او نقیض رپوټونه ورکول کیږي.
افغانستان غواړي د تاپي پروژه د ځان له پاره د اقتصادي ودې په یوه چانس بدله کړي او تر څنګ یې نورې پروژي هم پر مخ یوسي. خو د دې هر څه له پاره باید لومړي د تاپي پروژې کار پیل شي.
د افغانستان دوه تکړه او له رازه ډک توپ اچوونکي راشد خان او مجیب ځدران چې د هندوستان په کورني لیګ کې لوبیږي د پنجشنبې په ورځ یو د بل په مقابل کې لوبیږي. دواړه لوبغاړي تر اوسه پورې د هندوستان په کورني لیګ کې ښه ځلیدلي دي.
یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په کندهار کې یوې چاودنې د پولیسو د یوه قوماندان په ګډون پنځه کسان وژلي دي. د برید بړه طالبانو پر غاړه اخیستې ده.