1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغان حکومت د انترنتي خونديتوب ملي کړنلاره پلي کوي

ټاکل شوې ده چې افغان حکومت ډیر ژر د انترنتي خدمتونو د خونديتوب ملي کړنلاره پلي کړي. افغان چارواکو ویلي چې د دغې کړنلارې له پلي کېدو سره به هیڅ څوک و نه شي کولای چې د یوه بل وګړي له انترنتي حریم څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

ILLUSTRATION - Ein Mann sitzt am Donnerstag (16.06.2011) vor verschiedenen Computern und Monitoren in Hamburg. Bundesinnenminister Friedrich (CSU) eröffnete am Donnerstag in Bonn das Nationale Cyber-Abwehrzentrum. Die Einrichtung soll die Zusammenarbeit staatlicher Stellen im Kampf gegen Bedrohungen aus dem Internet verbessern. Foto: Jana Pape dpa/lno

Symbolbild Hacker Smartphone Computer

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې (اترا) مشر خیر محمد فیضي، د سې شنبه په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی پر یوې داسې ستراتیژي باندې کار کوي چې له پلي کیدو سره به یې د افغانستان ټول انترنتي حریم د هکرانو له بریدونو څخه خوندي شي. ښاغلي فیضي زیاته کړه: «موږ یو لړ تدابیر تر لاس لاندې نیولي دي ترڅو د هغو بریدونو مخه ونیسو چې زموږ پر سیستمونو باندې له بهر او دننه څخه کیږي او زموږ د یو شمیر معلوماتونو د له منځه وړلو، یو شیمر ویبپاڼو د بندیدو او زیانمنیدو لامل کیږي.»

تر اوسه پورې افغانستان داسې څه نه لرل چې له مخې یې د انترنت د کاروونکو خونديتوب تضمین شي. نو له دې کبله ډیر شمیر افغانانو شکایت لاره چې په هیواد کې یې انترنتي فعالیتونه هیڅ ډول مصونیت نه لري. تیر کال د افغانستان د ملي امنیت شورا انترنتي پاڼه د هکرانو تر برید لاندې راغله چې د څو ورځو له پاره یې له کاره وغورځوله.

که څه هم افغانانو یوازې په وروستیو څو کلونو کې انترنتي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړی دی خو بیا هم دې تکنالوژي په ډیر کم وخت کې د پام وړ وده کړې ده. اوس مهال افغانان په خپلو ګرځنده تلیفونونو کې له دریم نسل یا 3G تکنالوژي څخه ګته پورته کوي. د افغانستان د مخابراتو وزارت د شمیرو له مخې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه کسان له انترنتي خدمتونو څخه ګټه پورته کوي.

د انترنت د برخې کارپوهان په دې اند دي چې اوس مهال په افغانستان کې د انترنت شبکې هیڅ راز مصونیت نه لري ځکه ډیر شمیر د انترنتي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه له پاکستاني سپوږمکیو څخه کار اخلي. دغه سپوږمکۍ افغان انترنتي شرکتونو په کرایه نیولي دي.

افغان دولت څه موده مخکې اعلان کړی وو چې غواړي ډیر ژر یوه سپوږمکۍ فضا ته واستوي ترڅو وکړای شي افغاني انترنتي او تلویزیوني خدمتونه یې په مرسته په کمه بیه او خپلواکه توګه افغانانو ته عرضه کړي. خو تر اوسه پورې فضا ته د دغې سپوږمکۍ د استولو په اړه نور جزئیات نه دي بربنډ شوي.

DW.COM