1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

افغاني هندواڼ ډيري ستونزي لري

د حامد کرزي د حکومت په تيرو شپږ کلونو کي زموږ هيڅ يوه ستونزه نه ده حل سوې

هندواڼ د مذهبي مراسيمو پر مهال

هندواڼ د مذهبي مراسيمو پر مهال

د هندواڼو او سيکهانو د مشر اوتارسينګ په خبره لکه څنګه چي په افغانستان کي 30 مليونه انسانان ژوند کوي د هغوی په سلو کي 99 مسلمانان دي. او د هغو 120 زرو پخوانيو هندواڼو څخه چي په افغانستان کي يې ژوند کاوه اوس يوازي په دوو ولايتونو کابل او ننګرهار کي درې زره هندواڼ اوسيږي.

د آلمان د کولن د ښار د هندواڼو او سيکهانو مشر ډاکټر ميرزاده ټينګار کوي چي، افغانستان زموږ پلار وطن دی. او موږ هم ځانونه افغانان بولو.

په افغانستان کي د اسلام تر راتلو د مخه د پنځمي پيړۍ څخه د مخه د بودايانو، هندواڼو او نورو مذهبونو تر منځ يو سوليز ژوند روان وو.

خو د افغانستان په کلتوري او سياسي ژوند کي د پيړيو په تيريدو سره ډير بدلونونه راغلل. د افغانستان هندواڼو هم د قدرت بدلونونه وليدل. ددوی د ژوند حالت تل د قدرت د خاوند په عقيده پوري تړلی و. په 1992 ميلادي کال کي چي مجاهدينو د قدرت واګي ټنګي کړې د مذهبي لږ کيو سيستماتيک تعقيب پيل سو. او بيا کله چي په 1996 کال کي چي طالبان په افغانستان کي قدرت ته ورسيدل د سيکهانو او هندواڼو حالت نور هم پسي خراب سو. په هغه وخت کي ټولو هندواڼو بايد پر کالو سر بيره د ځيګر پر چپه خوا ژړه پټۍ نښلولې وای.

دوی هيڅ حقوق نه درلودل او هروخت په بيره کي وه. په تيره بيا هغه کورنۍ چي ځواني لوڼي يې درلودې.

د هندواڼو مراسيم

د هندواڼو مراسيم

ډاکټر ميرزاد چي خپله يې څو واري افغانستان ته سفر کړی دی، تر څو هلته د هندواڼو او سيکهانو وضعه ځان ته معلومه کړي، د طالبانو پر وخت د يوه ناوړه چلند مثال وړاندي کوي. هغه وايي مثالونه دادي چي، ډيری د هندواڼو ښځي تښتول سوي دي او په زوره د اسلام و منلو ته مجبوره سوي دي. او 13 کلني يا 14 کلني نجوني د يوه زاړه طالب سره په زور واده سوي دي.

ميرزاد مخکي وايي: د افغانستان د هندواڼو او سيکهانو حالت د طالبانو د رژيم د نسکوريدو سره هم نه دی ښه سوی. ځکه د هغه په وينا د افغانستان سست سياست لږ کيو ته ځان نه نژدې کوي. هغه وايي په افغانستان کي سياست نوري غوښتني لري. په لومړي سرکي ورته په افغانستان کي د لږکيو يا بشري حقونو غوښتني ارزښت نه لري. ځکه په افغانستان کي د واک پر سر جګړه روانه ده. څوک چي بيا واک تر لاسه کړي د هغوی دساتلو لپاره جنګيږي.

اوتارسنګ په دې نظر دی چي ددوی ته اوس هم د مذهبي چارو اجازه نه ورکول کيږي، لکه د مړو سوځول، څه چي د هندواڼو مذهبي رواج دی. او هيڅ څوک ددوی د ستونزو پوښتنه نه کوي.

هغه وايي موږ د خپلو مړو سره حتی د حکومت ماڼۍ ته ورغلي یو خو ولسمشر هيڅ ونه کړل. او دغه راز يوناما ته مو مراجعه وکړه هغو مو هم ږغ وانه وريدی. او دا ښايي په راتلونکو کلونو کي هم دغسي پسي پاته سي. د مذهب او پوري تړلي کلتور د لاري د افغانستان هندواڼ او سيکهان. د افغانستان د کلتوري راز راز والي سره اړيکي لري. لدې امله مهمه ده چي د اکثريت د ناوړه چلند څخه يې ساتنه وسي. او ددوی سره د زده کړي او سياسي ګډون له پلوه ملاتړ وسي.