1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغاني میرمنې په قضايې نظام ډیرې څوکۍ غواړي

افغانې میرمنې په قضایي نظام کې د لا ډیرې ونډې غوښتنه کوي. هغوی ټینګار کوي چې په ډیرو مواردو کې میرمنې په محکمو کې نارینه قاضیانو ته خپلې ستونزې نه شي بیانولای او له همدې کبله ډیر وخت د هغوی په حق کې ناعادله پریکړې کیږي.

Bildnummer: 59262799 Datum: 23.02.2013 Copyright: imago/Xinhua (130223) -- KABUL, Feb. 23, 2013 (Xinhua) -- Afghan women walk along a road in Kabul, Afghanistan on Feb. 23, 2013. (Xinhua/Ahmad Massoud)(axy) AFGHANISTAN-KABUL-DAILY LIFE PUBLICATIONxNOTxINxCHN Gesellschaft Land Leute x0x xrj 2013 quer 59262799 Date 23 02 2013 Copyright Imago XINHUA Kabul Feb 23 2013 XINHUA Afghan Women Walk Along a Road in Kabul Afghanistan ON Feb 23 2013 XINHUA Ahmad Massoud axy Afghanistan Kabul Daily Life PUBLICATIONxNOTxINxCHN Society Country People x0x 2013 horizontal

Afghanistan Frauen Moral

د ښځو د حقوقو په برخه کې یو شمیر فعالې میرمنې وايي چې په سیاسي نظام او حکومتي چوکاټ کې هغوی ته په کافي اندازه څوکی او صلاحیتونه نه دي ورکړل شوي چې له کبله نورو ښځو ته ستونزې رامنځ ته کیږي.

د افغانو ښځو د ټولنې مرستیالې ثریا انصاري د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د حون د میاشتې ۲۶ نیټه) په کابل کې د ښځو د مدافع سازمانونو یوې غونډې ته وویل چې سازمان یې له افغان ولسمشر څخه غواړي چې ښځو ته په څارنوالیو، محکمو، سترې محکمې او نورو قضایي ارګانونو کې مهمې دندې وسپاري. هغې زیاته کړه: «موږ غواړو چې د سترې محکمې د نهه کسیزه شورا یوه څوکۍ یوې ښځې ته وسپارل شي. د لوی څارنوالۍ یوه مرستیاله هم باید ښځه وي او تر څنګ يي باید په یو شمیر محکمو کې هم ښځې مشرتوب وکړي.»

اوس هم د افغانستان په سیاسي نظام کې ښځو ته یو څه دنډې ورکړل شوې دي او د دغه هیواد د پارلمان دیرش سنله غړي هم ښځې جوړوي. پر دې سربیره د ولسمشر کرزي په کابینه کې دوې تنې ښځې وزیرانې هم په کار ګومارل شوې دي.

د افغانستان په سیاسي نظام کې د ښځو د ونډې پر موضوع باندې له څو کلونو راهیسې بحثونه روان دي. که څه هم افغان حکومت ادعا کوي چې په خپلو ادارو کې یې د ښځو ونډه په پام کې نیولې ده، خو د ښځو د حقوقو فعالان بیا ټینګار کوي چې اوس هم افغانې میرمنې په سیاسي، قضایي، ټولنیزو او نورو بخشونو کافي حضور نه لري.

دا یوازې په دولتي ادارو کې د کار موندلو ستونزه نه ده چې افغانې میرمنې ورسره لاس او ګریوان دي. د دې له پاره چې ښځې وشي کولای په ادارو کې هغوی ته سپارل شوې دندې په سمه توګه پرمخ بوزي، باید دولت يې ځانګړی ملاتړ وکړي. خو د ننګرهار ولایت د ښځو چارو د ریاست کارکوونکي ناجیه اتمر، وایي چې هغه په خپل ولایت کې د دولت له دغه شان ملاتړ څخه برخه منه نه ده. د میرمن اتمر په اند له ښځو څخه د کافي ملاتړ نه شتون د دې لامل شوی دی چې دیر شمیر ښځې په دولتي ادارو کې خپلې دندې پریږدي. هغه وايي: «ډیرې ښځې اوس له ویرې او د ګواښونو له کبله نه شي کولای چې خپلو دفاترونو ته ولاړې راشي. یو څوک باید د هغوي امنیت وساتي. هغوي خو خپله ټوپک نه لري چي ځان وساتي نو له دې کبله باید حکومت د هغوی ساتنه وکړي. خو اوس دغه کار نه ترسره کیږي.»

د ښځو د دوسیو نه څیړل کیدل

میرمن فتانه ګیلاني وايي چې په افغانستان کې د دولت د حاکمیت د ضعف او د قانون د نه پلي کیدو له کبله په ډیرو مواردو کې د ښځو دوسیو ته په سمه توګه رسیده ګي نه کیږي. هغه زیاتوي: «کله چې له ښځو سره تاوتریخوالی کیږي هغوی یې پر ضد غږ پورته کوي خو حکومت په دې غږونو پسي سر نه ګرزوي. خیال یي هم نه لري او له همدې امله له ښځو سره هره ورځ زور زیاتی زیاتیږي.»

اوس مهال ډیر شمیر افغانې میرمنې په زندانونو او شلترونو کې د خپلو دوسیو د څیړل کیدو په تمه دي.

اوس مهال ډیر شمیر افغانې میرمنې په زندانونو او شلترونو کې د خپلو دوسیو د څیړل کیدو په تمه دي.

د کابل په «کارته سې» سیمه کې د ښځو په یوه شلتر (د ښځو د ساتنې ځای) کې د عایشې په نوم میرمن له خپلې لور او لمسي سره اوسیږي. دغه میرمن وایي چې د یوه سیمه ییز زور واکي له لاسه له کندز ولایت څخه کابل ته را کډه شوې ده. عایشه ادعا کوي چې تر اوسه پورې یې حکومتي قضايي سازمانو دوسیه نه ده څیړلې.

میرمن عایشې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ دلته نه د بشري حقونو سازمانونه او نه هم دولتي استازي ولیدل. یوه زه یم، یوه مي لور او یو مې لمسۍ دی. برخلیک مو نه دی روښانه چې څه به کیږي.»

پلان شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ټول بهرني سرتیري ووځي. اوس نو ډیر شمیر افغانان په خاصه توګه میرمنې په دې اړه اندیښنه لري، چې نه شي تر دې کال وروسته یې بشري حقونه تر پښو لاندې شي او د هغوی لاس ته راوړنې له خاورو سره خاورې شي.

DW.COM