1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغانستان کي ککړه هوا تر جگړې ډير انسانان وژني

کارپوهان وايي چي که څه هم جګړه په افغانستان کي هر کال په زرګونو کسان وژني، خو د کابل ککړه هوا تر جګړې ډيره خطرناکه او وژونکې ده.

د کابل يو ماځيگر

د کابل يو ماځيگر

د کابل ښار په بيلا بيلو سيمو کي د هوا د ککړتيا لاملونه په ښکاره تر سترګو کيږي. په ښار کي زاړه موټران، بې کيفيته تيل، د کثافاتو د سوځيدو دود او داسي نور د ښار د ګڼه ګوني څخه پر ډکو واټونو تر سترګو کيږي.

د کابل ښار ډيری نارينه ښاريان خپلي خولي او پوزي په ماسکونو او يا دسمالونو تړي ترڅو دوړي او خاوري تنفس نه کړي. ښځي خو بيا دغه کار د خپلو چادريو په مرسته تر سره کوي.

د کابل په ښار کي يو فارمسيست، احمد ولي، وايي چي که په کابل ښار کي ماسک وانه غوندي د سړي د روغ پاته کيدو امکان نسته.

د کابل ښار روغتونونو ته هم د هري ورځي په تيريدو سره په تنفسي ناروغيو اخته ډير شمير کسان مراجعه کوي.

ملالي چي د نهو ماشومانو مور ده او اوس په يوه روغتون کي بستري ده وايي چي د دريو کلونو را په دي خوا مريضه ده.

«کله چي خبري کوم دوې يا درې دقيقې وروسته مي نفس تنګيږي. کله چي نفس باسم په سينه کي مي درد وي. نه سم کولای، چي ډير وخت و دريږم او يا خو هم وګرزم.»

د افغانستان د چاپيريال ساتني د ادارې د تير کال د رپورټ په حواله هر کال په کابل کي څه نا څه 3000 کسان د هوا د ککړتيا له وجي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا په داسي حال کي ده چي د ملګرو ملتونو د راپور له مخي په 2010 کال کي په ټول افغانستان کي د جګړې له امله 2777 کسان وژل سوي ول.

په کابل د هوا خرابوالی ډيرلاملونه لري. خو تر ټولو لوی لامل يي په دغه ښار کي د ډير نفوس راغونډيدل دي.

وروسته له هغه چي په افغانستان کي د حامد کرزي حکومت جوړ سو، د هيواد د بېلابېلو سيمو څخه افغانان کابل ته د کار او ښه ژوند له پاره ورغلل.

په وروستيو کي خو د جګړې له امله هم ډيری کسان دغه ښار ته کوچيدلي چي د کابل نفوس يي د دغه ښار د اصلي ظرفيت څخه څو واري لوړ کړی دی.

د کابل ښار د يو ميليون انسانانو د ژوند له پاره جوړ سوی ؤ خو اوس مهال په دغه ښار کي څه نا څه پنځه ميليونه انسانان ژوند کوي.

د کابل د ښار واټونه خو ډير وخت د جرمني، کاناډا او امريکا څخه په غيري قانوني توګه وارد سويو زړو موټرونو په واسطه بند وي. دغه موټر خو يو زاړه وي او بل داچي، بې کيفيته تيل استعماليږي چي دغه دواړه د دې عامل کرزي، چي ډير دود توليد سي او هوا چټله کړي.

د ښار ډيری واټونه خو ډمبر سوي هم نه دي، ځکه نو کله چي پر دوی موټر ګرزي ډير ګرد او خاوري هم د ځان سره هوا ته پورته کوي.

په کورونو او فابريکو کي هم خلک د برق د توليد له پاره د جنراتورونو څخه کار اخلي چي د هوا د خرابوالي يو بل عامل همدا دی.

د افغانستان د روغتيا وزارت په وينا په ورستيو شپږو کلونو کي د هغو کسانو شمير چي په تنفسي ناروغيو اخته دي 480000 ته رسيدلي چي دغه رقم د شپږو کلونو په پرتله درې برابره لوړ سوی دی.

تير کال د افغانستان د چاپيريال ساتني اداري په غوښتنه په کابل کي د پنج شنبې ورځ هم عامه روخصتي اعلان سوه.

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي چي دغه کار د کابل ښار د هوا د چټلوالي په کمولو کي مرسته کړې ده.

په کابل کي ډاکتران وايي چي، که د چاپريال ساتني په هکله کوم اقدام و نه سي نو د دغه ښار ښاريان به له ډيرو ستونزو سره مخامخ سي.

په کابل کي د جمهوريت روغنتون يو ډاکټر، عرفان الله شفا وايي که اوسنی وضعيت ادامه پيدا کړي افغانان به په نږدې راتلونکي کي د يو روغتيايي ناورين سره مخامخ سي.

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل