1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغانستان کي وروستۍ خونړۍ پيښي

افغان چارواکي وايي، چي طالبانو د سړک د غاړې د يوه ماين په واسطه اووه تنه ملکیان وژلي دي. دوی زیاته کړې ده چې وسله والو طالبانو دغه راز د څلورو تنو پولیسو سرونه هم پرې کړې دي. دغه پوليس خپلو کورونو ته په رخصتي روان ول.

Bei einem Dreifach-Anschlag der Taliban nahe einer Nato-Basis am Flughafen der südafghanischen Stadt Kandahar sind am Mittwoch mindestens 25 Menschen getötet worden. Unter den Toten seien 15 Zivilisten und acht Wachmänner der Logistikfirma Supreme, die im Auftrag der Nato arbeitet, sagte der Vize-Polizeichef der Provinz Kandahar, Rahmatullah Atrafi. Copyright: Afghan Eyes 06.06.2012, Kandahar

Kandahar Doppelanschlag

د چارواکو په خبره د وژل شویو ملکیانو موټر هغه وخت د سړک د غاړې پر یوه ماين باندې برابر شو چې له هرات څخه شینډنډ ولسوالۍ په روان ول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې ښځي او ماشومان هم شامل دي. د دې وزارت له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د چاودنې له کبله څلور تنه نور ملکیان ټپي شوي هم دي. په بیانیه کې د پېښې پړه پر طالبانو باندي اچول شوې ده.

د هرات د والي ویاند محي الدین نوري، د وژل شویو کسانو شمیره تائید کړه او ويې ویل: «دا د افغانستان د دښمنانو چې ترهگر دي کار وو.» په دې خبري سره هغه طالبانو ته اشاره وکړه چې له یوولسو کلونو راهیسې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد جنگیږي.

دا په روانه اوونۍ کې د خپل ډول دوهمه پېښه ده. تر دې دمخه د دوشنبې په ورځ هم د سړک د غاړي یوه ماین اووه کسان ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل.

طالبان ډیر وخت د سړک د غاړې له ماينونو څخه د افغان او بهرنیو ځواکونو د په نخښه کولو له پاره کار اخلي، خو ډیر وخت بيا ملکيان د دغو بمونو قرباني کیږي.

له بلې خوا د افغانستان په شمال کې امنیتي چارواکو ویلي دي چې هغوی د څلورو تنو افغان سرتیرو مړي موندلي دي چې سرونه یې پرې شوي دي. دغه سرتیري یوه ورځ دمخه د طالبانو له خوا برمته شوي ول.

د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې دغه کسان خپلو کورونو ته په رخصتۍ روان ول چې د طالبانو له خوا برمته شول. افغان چارواکو د دغو سرتیرو مړي د جوزجان ولایت د خواجه دکو په ولسوالۍ کي موندلي دي.

د چهار شنبې په ورځ هم په کابل کې د پارلمان ودانۍ ته نزدې د کثافاتو په یوه ستل کې ځای پر ځای شوی بم وچاودید چې له کبله یې چا ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې.