1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

افغانستان کي د بشري حقونو د وضعيت کلنی رپوټ

د بخښني نړیوال سازمان د ۲۰۱۳ کال له پاره د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل کلنی رپوت خپور کړ. په دې رپوټ کې پر گډوالو او د هغوی پر ستونزو باندي تمرکز شوی دی.

An Afghan girl washes her brother near an army-destroyed building where refugees live in Kabul, Afghanistan, on Friday, April 27, 2007. Iran is deporting around 5,000 refugees a day back to Afghanistan, which lacks the capacity to feed and accommodate them, an Afghan official said Thursday. In the last three days, Iran has deported Afghan refugees living illegally in the Islamic republic through the Zaranj border-crossing in southwestern Nimroz province, said Interior Ministry spokesman Zemeri Bashary. (ddp images/AP Photo/Farzana Wahidy)

Afghanistan Flüchling aus Provinz Nimroz Frau und Kind bei Kabul

دویچه ویله په لندن کې د بخښنې د نړیوال سازمان له ویاند پولي تروسکوت، سره د افغانستان د کډوالو په اړه یوه مرکه کړې ده.

دویچه ویله: سږ کال د بخښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو رپوټ تمرکز پر کومې موضوع دی؟

تروسکوت: زموږ سږنی رپوټ په نړۍ کې د کډوالو او کورنیو بی ځایه شویو کسانو پر ستونزو باندي ډیر تمرکز کوي. زموږ څیړنې ښيي چې اوس نړۍ د کډوالو او مهاجرو کارگرو له پاره په مخ پر ډیریدونکي ډول په یوه خطرناکه ځای باندې بدلیږي. دغه موضوع بیا په اسیا کې د کورنیو بې ځایه شویو کسانو په مورد کې هم صدق کوي. هغه څه چې موږ ته روښانه دي، دا دي چې د میلیونو کسانو حقوق تر پښو لاندي کیږي. دا هغه کسان دي چې له جگړې څخه تښتیدلي دي او یا هم د محامکه کیدو له ویرې یوه بل هیواد ته تللي دي. په دغو کسانو کې همداراز هغه کډوال هم شامل دي چې د یوه بهتره ژوند په لټه یوه دریم هیواد ته تښتیدلي دي.

د بیلگې په توگه په افغانستان کې۵۰۰۰۰۰ کورني بې ځایه شوي کسان موجود دي. په همدې حال کې د دغه هیواد ۲.۷ میلیونه نور وگړي په بیلابیلو هیوادونو کې د کډوالۍ ژوند تیروي. د افغانستان کورني بی ځایه شوي کسان په ژمي کې د سړې هوا او ناروغیو له کبله پرته له دې چې روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی ولري، خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دویچه ویله: کولای شي د افغانستان د کورنیو بې ځایه شویو او کډوالو د وضعیت په اړه یو څه ډیر معلومات راکړئ؟

تورسکوت:لکه څرنګه چې ما مخکې وویل اوس مهال ۲.۷ میلیونه افغانان په نورو هیوادونو کې د کډوالي ژوند تیروي [د دغو کډوالو ډیره برخه په پاکستان او ایران کې اوسیږي]. پاکستان اوس له دې سره موافقه کړې ده چې په دې هیواد کې میشته افغان کډوال به د اوس له پاره بیرته په جبري توگه افغانستان ته وا نه ستوي. دا یو ډیر ښه خبر دی، ځکه د افغانستان په ډیرو برخو کې اوس هم امنیتي وضعیت ښه نه دی. که دغه کډوال بیرته په جبري ډول خپلو سیمو ته واستول شي نو د هغوی ډیر شمیر به یې له یوه خراب امنیتي وضعیت سره مخامخ شي.

پر دې سربیره پخپله افغانستان کې هم ۵۰۰۰۰۰ کورني بې ځایه شوي کسان موجود دي. دغه کسان له خپلو اصلي سیمو څخه د جګړو او یا هم طبیعي افاتو له کبله تښتیدلي دي. دغه کسان اوس په لیرو پرتو سیمو کې په کمپونو کې ژوند کوي او له ډیرو ګواښونو سره مخامخ دي. هغوی اوس هم روغتیایي خدمدتونو او همداراز د زده کړې اسانتیاو ته لاسرسی نه لري. زموږ د څیړنو له مخې له دې کبله چې له دغو بې ځايه شوو کورنیو سره مرسته نه ده شوې د هغوی ډیری یې د ژمي پر مهال د سړې هوا او ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو پر دغو ټولو ستونزو سربیره ښه خبر دا دی چې د افغانستان پارلمان د بخښني د نړیوال سازمان د رپوټونو په غبرګون کې اوس د کورنیو بې ځایه شویو پر ملي پالیسې باندې کار کوي. دا ډیره مهمه خبره ده، ځکه اوس د دې په اړه یو ډیر لوی بحث روان دی چې په افغانستان کې څوک کورنی بې ځایه شوی وګړی دی او څوک نه. له بلې خوا پر دې موضوع باندي هم بحثونه روان دي چې له دغو بې ځایه شویو کسانو سره کومې مرستې وشي. موږ هیله لرو چې دغه نوې پالیسي به تر تصویبیدو وروسته په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو کسانو په ژوند کې د پام وړ بدلون را ولي.

دويچه ويله: د افغانستان حکومت د دغه نوې پالیسۍ [قانون] په جوړولو کې څومره پرمختګ کړی دی.

تروسکوت: اوس مهال د افغان حکومت په مختلفو ادارو او ملګرو ملتونو کې د دغې پالیسې مسوده ویشل شوې ده. نن به په کابل کي پر دغې مسودې باندې بحثونه وشي. تر دې بحث وروسته به نور کسان هم دغې مسودې ته لاسرسي پیدا کړي او هر څوک چې یې په اړه اندیښنې یا سپارښتنې ولري کولای شي چې هغه له نورو سره شریکې کړي. د دغې پالیسي په اړه درې ډیري مهمې موضوعګانې موجودې دي.

لومړی موضوع دا چې په دې پالیسۍ کې به «کورنی بې ځایه شوی وګړی» تعریف شي. په دې ترتیب سره به ډیر شمیر کسان کورني بې ځایه شوي وګړي و نه ګڼل شي. دا واضیح خبره ده چې دولت غواړي د کورنیو بې ځایه شویو کسانو شمیر کم کړي، چي د ډیرو کسانو له مسئولیت څخه ځان خلاص کړي.

دوهمه موضوع له یو شمیر سیمو څخه په زوره د خلکو ایستل دي. په دې اړې ډیرې ستونزې موجودې دي. ځکه په ډیرو مواردو کې دغه بهیر په داسې شکل ترسره کیږي چې د بشري حقونو په برخه کې له نړیوالو معیارونو سره برابر نه وي. له سیمو څخه د خلکو د ایستلو په اړه مشخص نړیوال معیارونه موجود دي، چې باید په دغې پالیسۍ کې شامل شي.

او ورستی خبره د کورنیو بې ځایه شویو کسانو د ستونزي له پاره د دوامدار حل لاري موندل دي. دا په دې معنی ده چې دغه کسان باید د دې توان ولري چې بیرته خپلو اصلي سیمو ته ستانه شي. که نه نو هغوی ته باید په نورو سیمو کې د ادغام زمینه برابره شي.

دويچه ويله: د بخښنې نړیوال سازمان څه فکر کوي چې دغه مسوده به کله په یوه قانون باندې بدله شي؟

تروسکوت: زه هیله لرم چې دا کار به په راتلونکو څو میاشتو کې ترسره شي. د دغې پالیسۍ تصویبدل د هغې په اړه په وروستیو سیاسي مباحثو پورې اړه لري. زه هیله لرم چې دغه مسوده په داسې شکل د وزیرانو شورا له خوا پارلمان ته وړاندې شي چې په اړه یې ډیرو سیاسي مباحثو ته اړتیا نه وي. که په پارلمان کې سیاسي مباحثې وشي نو کیدای شي دغه پروسه ډیر وخت ونیسي.

د پالیسي تر تصویبیدو وروسته به بیا موږ خپله توجه د افغان حکومت نورو څانګو، په خاصه توګه د مالیې او کډوالو چارو وزارتونو ته واړو. پر دې سربیره به نړیواله ټولنه هم د دغې مسودې په پلي کولو کې پیاوړې نقش ولري ځکه د دې کار له پاره پیسو او تخنیکي اسانتیاو ته اړتیا شته.