1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغانستان: پر پوله د اغزي لرونکي سیم د نصبېدو په هکله څېړنه کوو

د افغانستان حکومت د کورنیو چارو او سرحدونو او قومونو وزارت ته دنده سپارلې ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر پوله د خندوقونو د کیندلو او اغزي لرونکي سیم د نصبولو په هکله څیړنې وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شوری، د اعلامیې پر اساس د پاکستان امنیتي ځواکونو په پکتیکا ولایت کې «د ډیورنډ د خط» په اوږدو کې اغزي لرونکی سیم نصب کړی دی. نوموړې شوری ویلي دي چې دغه موضوع لا ډیرې څیړنې ته اړتیا لري تر څو دا خبره مشخصه شي چې آیا دغه اغزی لرونکی سیم په صفري سیمه کې نصب شوی او که له هغې څخه فاصله لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د جولای میاشتې ۱۴مه) په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل: «مهمه دا ده چې لومړی دا تثبیت شي چې آیا دغسې یو کار تر سره شوی دی. بیا د هغې موقعیت ډیر مهم دی چې په کوم موقعیت او د صفري نقطې څخه په څومره فاصله کې دغه کار تر سره شوی دی.»

پاکستان په وروستیو وختونو کې له افغانستان څخه غوښتي دي چې په سرحدي سیمو کې ډیری امنیتي تدابیر ونیسي تر څو د هغو جنگیالیو مخه ونیول شي چې د پاکستان له قبایلي سیمې شمالي وزیرستان څه د افغانستان پر لور تښتي. د پاکستان پوځ له څه مودې راهیسې د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د وسله والو یاغیانو پر ضد تعرضي عملیات پیل کړي دي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې دا هیواد هیڅکله اجازه نه ورکوي چې ترهگر د گاونډیو هیوادونو پر ضد د افغانستان له خاورې څخه استفاده وکړي: «پر دې مسئله باندې ټینگار کوم چې د افغانستان اسلامي جمهوریت هیڅکله ترهگرو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د گاونډیو هیوادونو پر ضد استفاده وکړي.»

افغانستان او پاکستان اوږده گډه پوله لري

افغانستان او پاکستان اوږده گډه پوله لري

د پاکستان او افغانستان په گډه پوله کې د ازغی لرونکي سیم د نصبولو له موضوع څخه تر اوسه پورې یوازې افغان چارواکو رپوټ ورکړی دی. د پاکستان له لوري په دې هکله څه نه دي ويل شوي. د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف په وخت کې افغان حکومت ته وړاندیز شوی وو چې د «ترهگرو د فعالیتونو» د مخنیوي له پاره د دواړو هیوادونو په گډه پوله «اوږد دیوال» جوړ شي، خو افغان حکومت د هغې مخالفت کړی وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په نوموړي مطبوعاتي کنفرانس کې د سیاسي قدرت د لیږد موضوع هم یاده شوه. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مستغني، وویل چې د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې مراسم به د اگست میاشتې په پای کې تر سره شي. مخکې له دې افغان حکومت ویلي وو چې «د زمري پر یوولسمه» چې د اگست له دوهمې سره سمون لري، د نوی ولسمشر د لوړې مراسم پر ځای کړي. خو دغه مراسم اوس وځڼدول شول. د ځڼد تصمیم وروسته له هغې ونیول شو چې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو نمایندگۍ له افغان حکومت څخه غوښتي وو چې د لوړې مراسم د یوې میاشتې له پاره وځنډول شي تر ځو د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټولې رایې له سره وشمیرل شي او په ادعا شوو «درغلیو» غور وشي.

د بهرنیو چارو د وزارت په وینا د هغو ټولو بهرنیو هیوادونو استازو ته چې په کابل کې یې د لوړې په مراسمو کې گډون کول غوښتل، د دغه غونډې د ځنډیدو خبر ورکړل شوی دی. ښاغلي مستغني، په خپلو کې وړاندې وویل: «د دغو مراسمو په برخه کې پریکړه شوې ده چې د اگست میاشتې په پای کې تر سره شي، خو لا تر اوسه یې دقیقه ورځ او نیټه مشخصه کړای شوې نه ده. دغه موضوع د ټاکنو په پایلو پورې تړلې ده.»

تر دې دمخه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې تر څلویښتو زیاتو هیوادونو ته یې بلن لیکونه استولي وو، چې دغې مراسمو ته خپل استازي راولیږي.

ټاکنیز کړکیچ او د لومړنیو پایلو پر سر کش او کړپ د دې لامل شو چې د ټاکنو پایلې وځنډيږي. په پام کې ده چې د دوهم پړاو ټاکنو ټولې رایې له سره تفتیش شي او دغه بهیر به شاوخوا درې اوونۍ وخت ونیسي.