1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغانستان پر پاکستان طالبانو ته د رسیدو په موخه فشار راوړي

د رویترز خبري آژانس ويلي دي چې افغانستان به پر پاکستان باندي له طالبانو سره د اړیکو ټینگولو له پاره فشار راوړي. د دغه آژانس په خبره افغانستان به دا کار د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې د سفر پر مهال تر سره کړي.

رباني به په راتلونکي اونۍ کي افغانستان ته سفر وکړي.

رباني به په راتلونکي اونۍ کي افغانستان ته سفر وکړي.

په پام کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر، د چهارشنبې په ورځ د سولي د خبرو اترو پر سر د بحث په موخه کابل ته ولاړه شي. دغه سفر په سعودي عربستان کې د طالبانو او افغان حکومت له احتمالي خبرو اترو مخکي ترسره کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۲م کال د جنوري د میاشتې ۳۰مه نیټه) هیله څرگنده کړې ده چې دا به د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو نوی پړاو وي.

د رویټرز خبري آژانس د یو لوړ پوړي افغان امنیتي چارواکي په حواله ویلي دي، چې افغان چارواکي به پر کهر فشار رواړي چې پاکستان ملا عبدالغني برادر او د کویټې د شوری غړو ته د لاسرسي لاره هواره کړي.

ویل کیږي چي د کویټي شورا د پاکستان په کویټه کې میشته ده. په دغه شورا کي د طالبانو لوړپوړي چارواکي غړیتوب لري. افغان حکومت غواړي چې په افغانستان کې د لس کلني جگړي د ختمولو له پاره له طالبانو سره سوله وکړي. د دې کار له پاره د دغي ډلي مشرانو سره اړیکه ټینگول ډیر مهم گڼل کیږي.

پاکستان د طالبانو یو شمیر مشران په خپل بند کې هم لري. د هغوی په ډله کې یو ئې هم ملا برادر دئ. ملا برادر د طالبانو مشر ملا عمر، ته ډیر نزدي سړی بلل کیږي. هغه د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د پاکستاني او امریکایي مخبرانو په مرسته د ۲۰۱۰م کال د فبروري په میاشت کې ونیول شو.

رویټرز د یو لوړپوړي افغان امنیتي چارواکي په حواله لیکلي دي: «کله چې لوړپوړی پاکستاني پلاوی دلته راشي نو موږ به له هغوی څخه د کویټې شوری او یا ملا برادر ته د مستقیمه لاسرسۍ غوښتنه وکړو.»

دغه لوړپوړي امنیتي چارواکي چې نوم ئې نه دئ بربنډ شوی زیاته کړې ده چې افغانستان د سولې په بهیر کې له پاکستان څخه د ریښتنو همکاریو غوښتونکی دئ.

پاکستان پر دې تورن دﺉ چې په افغانستان کې د هندوستان له نفوذ څخه د مخنیوي په موخه په دغه هیواد کي د اورپکو ملاتړ کوي، خو پاکستان تل دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش

DW.COM