1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

افغانستان ولی کابينه نه اعلانوی

افغان کارپوهان په دې اند دي چې په ولسمشر کرزي د ځينو بهرنيو هيوادونو او د جګړه سالارانو فشارونه د کابينې د اعلان د ځنډيدو لامل ګرځيدلي

د افغانستان ولسمشر کرزی

د افغانستان ولسمشر کرزی

په افغانستان کې د ګڼو اقتصادي ، امنيتي او ټولنيزو ستونزو تر څنګ يو هم هغه سياسي غوټه ده چې د افغانستان له نانندريزو ټاکنو څخه پيل شوې او لا تر اوسه هم د کابينې د اعلان د ځنډيدو له امله ادامه لري . د اساسي قانون له مخې د ولسمشر د لوړې د ادا کولو له مراسمو څخه وروسته د دوه اونيو په اوږدو کې بايد نوې کابينه ملي شورا ته د ا عتماد د رايي د اخيستلو لپاره پيژندل شوې واي خو د لوړې له ادا کولو څخه څه د پاسه يوه مياشت تيريږي لاتر اوسه هم نوې کابينه ملي شورا ته نده پيژندل شوې . دغه بهير نه يواځې په دولتي ادارو کې يې ستونزې پيدا کړي بلکې د يوې سياسي تشې په توګه د خلکو په اقتصادي او ټولنيز ژوند يې هم ناوړه اغيزه کړيده. اداري فساد او بډې اخيستنې شدت موندلي ، د نفتي او خوراکي توکو بيي لوړې شويدي او د کره او دقيقو رپوټونو په بنسټ هره ورځ د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه لس ميليونه ډالره په ناقانونه توګه له افغانستان څخه بهر ايستل کيږي .

د کارپوهانو په اند دغه کړکيچن حالت له هغه ځايه څخه سرچينه اخلي چې په حکومت کې د شريکيدو لوبه بلل شوې ده او له همدې امله د کابينې اعلانول ځنډيدلې .

سياسي کارپوه داد نورانې وايي چې : د افغانستان اوسني حالت يو بيړني حإلت ته ورته ده او داسې فکر کيږي چې دولت شتون نلري .

نوراني په دې اند دي چې د کابينې د اعلان ځنډيدل کورني او بهرني اړخونه لري .

افغان کارپوه اجمل سهيل وايي چې : نړيواله ټولنه له ولسمشر کرزي څخه د امنيت په راوستلو او ځينو نورو چارو کې ځانګړي غوښتنې لري او دغه غوښتنې په کابينې کې د هغو کسانو د شتون په صورت کې چې کرزي ورسره ژمنې کړي نه شي پلي کيداي .

نوراني وايي : «کرزي غواړي داسې کسان د وزيرانو په توګه وګماري چې هم د نړيوالې ټولنې په خوښه وي او هم د کورني جګړه سالارانو په خوښه» .

نورانيزیاتوی چی په راتلونکي کابينې کې به جګړه سالاران ، د اوسني کابينې ځيني غړي او ډيري به هغه کسان وي چې د انګليس او امريکې د دولتونو ملاتړ ولري .

اجمل سهيل وايي چې کرزي به يو شمير وزارتونه هغو کړيو ته وسپاري چې د ټاکنيز کمپاين په بهير کې يې ژمنې ورسره کړې وې .او په دې ډله کې به له دريو څخه تر پنځو کرسيو پورې د دوستم ډلې ته په همدې ډول د محقق او نورو ډلو ته د کابينې کرسۍ وويشي .

افغانان تمه لري چې ولسمشر حامد کرزي او نړيواله ټولنه دې د اوسني سياسي غوټې د خلاصولو هڅې وکړي او د افغانانو ملي ګټې دې خوندي وساتي .

انور بري پال

کتونکی: عبدالباري حکيم