افغانستان وايي، القاعدې پر حامد کړزي باندې بريد سر ته رسولی | افغانستان | DW | 05.05.2008
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغانستان وايي، القاعدې پر حامد کړزي باندې بريد سر ته رسولی

د افغانستان استخباراتي څانگې، پر اولسمشر حامد کړزي باندې د اپريل د مياشتې په پای کې د حملې پړه پر القاعده باندې وراچولې.

حامد کرزی د عسکرو قواوو د کتنې په وخت کې د دفاع وزير رحيم وردک سره

حامد کرزی د عسکرو قواوو د کتنې په وخت کې د دفاع وزير رحيم وردک سره

د استخباراتو رئيس امراله صالح ويلي دي، چې په دې هکله د ثبوت پوره سندونه لري.

د نوموړي له قوله، په دې ارتباط دوه تنه دولتي ماموران هم نيول شويدي. دوی د پوځ او کورنيو چارو په وزارتونو کې دندې درلودې.

په هغه گذار کې ٣ تنه ملکي کسان وژل شوي او خپله اولسمشر حامد کړزي ته کوم زيان نه دئ رسېدلی.