1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

افغانستان د نړيوالي سوداگرۍ سازمان غړی سو

افغانستان د پنجشنبې په ورځ په رسمي توگه د نړيوالي سوداگرۍ سازمان (WTO) غړی اعلان سو. دا د دغه جنگځپلي هيواد له پاره يوه «تاريخي» شېبه بللې سوې، څو اقتصاد ئې پياوړی او سوله پکښې راسي.

د نړيوالي سوداگرۍ سازمان غړو وزيرانو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۱۷مه) د کينيا په پلازمېنه نايروبي کي په رسمي توگه په دغه سازمان کي افغانستان ته غړيتوب ورکړ.

د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخي په دغه غونډه کي د افغانستان رسمي استازي خان رحماني، وويل چي دا ئې د هيواد له پاره يوه «تاريخي» شېبه ده، او په نړیوالي سوداگرۍ سازمان کي غړيتوب ئې «يو له ستراتيژيکو هدفونو څخه وو، څو هيواد ئې سولي او اقتصادي ثبات ته ورسیږي.»

د دغه سازمان مشر روبرتو آزودو، وويل، دی «ډېر خوشاله» دئ چي افغانستان د دغه سازمان غړی سو.

د چهارشنبې په ورځ دې ته ورته مراسیمو کي لابير يا هم په رسمي توگه د نړيوالي سوداگرۍ سازمان غړيتوب تر لاسه کړ.

د کينيا په پلازمېنه نايروبي کي د نړيوالي سوداگرۍ سازمان غونډه د جمعې په ورځ پای ته رسيږي.