1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

افغانستان: د ماشومانوخطرناک حالت

د افغانستان د ماشومانو د وضيعت په هکله د ملگروملتونوله ماشومانوسره د مرسته کونکې ټولنې يونيسف په وروستي راپورکې ويل کيږي، چې په افغانستان کې ماشومان هم تصاد فاً اوهم قصداً د زورزياتي قرباني کيږي.

default

پربهرنيوائتلافي پوځي ځواکونوباندې په ځانمرگي يرغلونواوبمب چاودنوکې، بيااوبياگڼ شمېر ماشومان ياوژل کيږي اوياهم سخت ژوبليږي. د يونيسف په دغه راپورکې د ١٣٨٥ کال د زمري د مياشتې او د ١٣٨٦ کال د غبرگولي د مياشتې ترمېنځ د گڼ شمېرگوزارونويادونه شوې ده.

د بېلگې په توگه د ١٣٨٦ کال د غبرگولي د مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه، د اروزگان د ولايت د ترين کوټ په ولسوالۍ کې، يوه ښوونځي ته نږدې پر يوه پوځي کتارباندې د يوه ځانمرگي يرغل له کبله دوولس تنه ماشومان مړه شول.

سربېره پردې، د هغوماينونوله کبله، چې د لسگونو کلونو کورنيو جگړو په ترڅ کې ښخ شويدي، ماشومانوته ډېرلوی خطرمتوجه دی.

هره ورځ ٩٠٠ تنه ماشومان مړه کيږي
په افغانستان کې د روغتياپالنې حالت خراب دی. له لويوښارونوڅخه بهر اصلاً په نُدرت سره د خلکو روغتيايي پالنه کيږي ـ او پايله يې ډرامه ايزه ده: په افغانستان کې هره ورځ ٩٠٠ تنه ترپنځوکلونوواړه ماشومان مړه کيږي او ٦٠ تنه ښځې د حمل لرلوپه ترڅ يا د ماشوم زېږولوپه وخت کې د مېنځته راغلو ستونزوله کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.