1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغانستان د علماوو غونډه په سعودي کي رابولي

د افغانستان د عالمانو او سولي عالي شورا چارواکي وايي، چي د اسلامي نړۍ د عالمانو، مخکښو ملايانو او مفتيانو نړيوال کنفرانس کيدای سي په سعودي عرستان کي جوړ سي. (انځور له ارشيفه)

Afghan men look out from their newly completed mosque in the village of Tarok Kolache in southern Kandahar province on April 1, 2011 where the US military is funding its rebuilding. In October 2010 Tarok Kolache was completely destroyed by US forces after the Taliban had ousted the villagers and mined the village and surrounding areas. AFP PHOTO/Peter PARKS (Photo credit should read PETER PARKS/AFP/Getty Images)

Kandahar Moschee

افغان دولت له دغي غونډي تمه لري چې د علماوو له خولې د ځانمرګو بریدونو د ممنوعیت او همدا راز د طالبانو د رواني جګړې پر ضد فتواوي صادري کړي.

د افغانستان د سولي عالي شورا د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر اسماعیل قاسم یار نن پنجشنبه (۲۰۱۳ کال د فيبرورۍ ۲۸) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د اسلامي ملکونو د همکارۍ شورا او همدا راز اسلامي کنفرانس له دوی سره د دغي غونډي د جوړولو د مرستي ژمنه کړې ده:

«په غالب ګومان به دا غونډه په سعودي کې جوړه شي، لوی علمان او مفتیان به برخه پکې ولري، د اسلامي تعاون سازمان او د اسلامي نړۍ د اړیکو سازمان او همدا راز نورو اسلامي سازمانو زموږ سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.»

افغانستان څو واري هڅه کړې ده چې د ځانمرګو بریدونو او د خپل نظام پر ضد د یاغیانو د يرغلونو د مخنيوي له پاره له نړیوالو اسلامي عالمانو او دیني مشرانو ګټه واخلي.

خو څه موده دمخه د پاکستان عالمانو یو وار بیا د افغان دولت دغه غوښتنه و نه منله. د پاکستاني د علماوو مشر په يوه ليک کې هغه غونډه چې په کابل کې جوړیدونکې وه تحریم کړه.

د سیاسي چارو افغان شنونکی فضل الرحمان اوریا وایي، که چیري په سعودي عربستان کې د افغان دولت په بلنه د مفتیانو او مخکښو ملايانو غونډه جوړیږي نو د حکومت هڅه به دا وي، چي پر پاکستان فشار راوړي، چي افغانسان ته د ترهګرو له استولو لاس واخلي ځکه د پاکستان د مذهبي ډلو مشران پر طالبانو ډېره اغېزه لري:

«د حامد کرزي هیله دا ده چې سعودي د افغانستان او پاکستان تر منځ منځګړیتوب وکړي او سعودي او هغه عالمان چې هلته را ټولیدونکي دي د پاکستان پر مذهبي مخورو فشار راوړي، چي طالبان له دوي سره خبرو اترو ته حاضر کړي.»

له بلي خوا د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز غړی عصمت الله غلجی بیا په دې اند دی چې اسلامي نړۍ هم له هغو ترهګرو او بې ثباتۍ چې په افغانستان کې دي، سخته کړیږي نو ځکه باید يوه گډه حل لاره ورته وموندل شي. د هغه په خبره دا کار د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو له سلامشورو او مرستي پرته ناشونی دی.

تر اوسه نه ده څرګنده چې د اسلامي نړۍ د علماوو او دیني عالمانو دغه غونډه به څه وخت جوړیږي. خو د افغانستان د عالمانو شورا وایي چي دوی به بیا هم پاکستاني مذهبي مشرانو ته پکې د ګډون بلنه ورکړي.