1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغانستان د بروکسل له کنفرانسه څومره پیسې تر لاسه کوي؟

افغان مشران به د چهارشنبې په ورځ د بروکسل په کنفرانس کې ګډون وکړي او له نړیوالي ټولني څخه به په داسې وخت کې میلیاردونه ډالره مرستې واغواړي چې طالبانو تر بل هر وخت ډیري سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې دي.

افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه وي رئيس عبدالله عبدالله، هیله لري چې د بروکسل په کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې څخه هر کال د درو میلیاردو ډالرو مرستو ژمنې ترلاسه کړی. افغانستان وختي لا د وارسا په کنفرانس کې د خپلو امنیتي ځواکونو د تمویل له پاره هر کال د شاوخوا پنځه میلیاردو ډالرو مرستو ژمنې تر لاسه کړ ې دي. د افغانستان په مخکني پرمختیایي کنفرانس کې چې په ۲۰۱۲م کال کې په توکیو جوړ شو، له دې هیواد سره هر کال د څلورو میلیاردو ډالرو پرمختیایي مرستو ژمنې شوې وې.

د افغانستان اقتصاد ته تر ۲۰۰۱م کال وروسته په میلیاردو ډالرو داخل شوي چې له کبله یې د اقتصادي ودې «یوه نه ریښتني لوړه کچه» رامنځ ته شوه. کله چې د ۲۰۱۴م کال په پای کې ناټو خپل جنګې ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسوه، له افغانستان سره بهرنۍ مرستې او همداراز په دې هیواد کې بهرني لګښتونه ډیر زیات کم شول، او له کبله یې د دې هیواد د وګړو اقتصادي ستونزې یو ځل بیا ډیري شوې.

چارواکي په دې هیواد کې د بیکاري کچه تر ۵۰ سلنه پورې ښيي. د بهرنیو مرستو او لګښتونو کمیدل له یوې خوا او د ناامنیو له کبله د پانګونو نه کیدل له بلې خوا، ډیرهغه افغان ځوانان چې کار نه لري مهاجرت ته اړ شوي دي.

د توکیو په کنفرانس کې نړیوالوالي ټولنې له افغانستان څخه وغوښتل چې په خپلو ادارو او نظام کې د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي. ولسمشر غني ښايي همدا استدلال وکړي او ادعا وکړي چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې اراده یې پیاوړې ده.

د عبدالله عبدالله یوه ویاند جاید فیصل، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «افغانستان نور یوازې د پیسو چک نه ترلاسه کوي. موږ باید ځان ډاډه کړو چې دغه پیسې پر سمو برخو لگيږي. پر دې سربیره باید هم د افغانستان او هم د نړیوالو مرسته کوونکو له خوا دوه اړخیزه حساب ورکونه وي.»

خو اوس هم اداري فساد د افغانستان له پاره یوه لویه ستونزه ده. د سیاسي چارو کارپوه هارون میر، وايي چې ځيني دولتي چارواکي که څه هم کښته معاشونه لري خو بیا هم په لوکسو کورونو او گرانو موټرو کې ګرځي: «اداري فساد به په دې هیواد کې یو شرم وو خو اوس خلک په هغو توکو چې د اداري فساد له لارې یې ترلاسه کوي، ویاړي.»

د افغانستان شاوخوا ۳۰ میلیونه وګړي په اوسط ډول په کال کې تر۱۰۰۰ ډالرو لږ عاید لري.

د افغانستان او پاکستان له پاره د متحدو ایالاتو ځانګړي استازې ریچارد اولسن، تیره اوونۍ په واشنګټن کې وویل چې افغانستان اوس هم د خپلې بودجې ۷۰ سلنه برخه د بهرنیو مرستو له خوا تمویلوي. هغه وویل چې تمه کیږي نړیوال مرسته کوونکي هیوادونه به د کال د درو میلیاردو ډالرو مرستو ژمنې وکړي. د مرستو دغه ژمنه به تر ۲۰۲۰م کال پورې وشي.

دغه امریکایي چارواکي ټینګار وکړ چې له ۲۰۱۲م کال راهیسې پرمختګونه شوي دي او د دې هیواد کورنیو عوایدو ۲۰ سلنه وده کړې ده او ۱،۸ میلیاردو ډالرو ته رسیدلې دي.

اولسن ویلي دي: «د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې باید اوس هم ډیر څه وشي خو حکومت د پرمختګ په حال کې دی. له تیر کال راهیسې له ۶۰۰ ډیر قاضیان، ۲۰ سلنه څارنوالان، د ګمرکونو ۲۵ سلنه کارکوونکي چې یا یې د خپلو دندو د ترسره کولو صلاحیت نه لاره او هم يې په اداري فساد کې لاس لاره، له دندو لیري شوې دي.»

خو داسې ښکاري چې پر دغو ټولو موضوعګانو سربیره هم د امنیت تر څنګ، اداري فساد د افغان حکومت تر ټولو لویه ستونزه وي. تیره میاشت د افغانستان د بیا رغونې د څار ادارې یا سیګار، ویلي ول چې اداري فساد په افغانستان کې په تیرو ۱۵ کلونو کې دومره بنسټیز شوی دی چې په دې هیواد کې یې د امنیت راوستلو او بیا رغونې ماموریت له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

نور مطالب

DW.COM

اړوند مطالب